کندوز(پژواک،١٣وږى٩٦): د کندوز امنيتي چارواکي وايي چې په چهاردرې ولسوالۍ کې ١٩ طالبان وژل شوي او ١٤ نور ټپيان دي.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې شوي چې د وږي په ١٣مه د کندوز د امنيې قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې امنيتي ځواکونو په تېرو ٤٨ ساعتونو کې د چهاردرې ولسوالۍ په قصاب ها، سجاني ها او عيسى خېل کليو کې عمليات کړي دي.
د سرچينې په حواله،په دغو عملياتو کې ١٣ طالبان وژل شوي او اووه نور ټپيان دي چې په وژل شوو کې د قاري هارون، قاري اسرا او حيات الله په نومونو د طالبانو ډلمشران هم شامل دي.
دغه راز په اعلاميه کې راغلي چې په يوه بله پېښه کې د طالبانو يو سرګروپ قاري خطاب له خپلو شپږو ساتونکو سره وژل شوى او شپږ کسه نور يې ټپيان دي.
سرچينه وايي چې په دغو عملياتو کې د وسله والو طالبانو يو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
کندوز د افغانستان د نا امنو ولايتونو له ډلې څخه دى چې له نهو ولسواليو څخه درې ولسوالۍ يې ګل باد، اقتاش او ګل تپه د وسله والو طالبانو په کنټرول کې دي او د ځينو نورو يې بيا يواځې مرکزونه له حکومت سره دي.
login or register a new account.