کابل(پژواک، ١٤وږى ٩٦): د لومړي ځل لپاره په هېواد کې د يوه ماشوم د حنجرې جراحي عمليات د افغان متخصصانو له لوري د کابل په غازي امان الله خان روغتون کې په برياليتوب سره تر سره شول.
د ملي امنيت عمومي رياست، پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويلي چې دا عمليات د اته کلنې سعيدې پر حنجره تر سره شول چې له نفس تنګي، غږ لرونکي تنفس او لوېدلي غږ نه ځورېدله.
ويل کېږي چې دا ماشومه د روان کال د وري په ١٢مه نېټه له بدخشان نه کابل ته را لېږدول شوې وه او د ملي امنيت ادارې اړوند د غازي امان الله خان روغتون د غوږ او ستونې څانګه کې بستر شوه.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د عبدالمالک غياثي په مشرۍ معالجې ډلې د (Video laryngoscopy)معايناتو له تر سره کولو وروسته د دغې ماشومې جراحي عمليات په (Micro laryngeal Surgery ( طريقه سره په برياليتوب تر سره کړل.
په خبرپاڼه کې په ډاګه شوې چې د ناروغ عمومي وضعيت ښه دى، د تکليف ټولې نښې يې له منځه تللې او بشپړه روغتيا يې موندلې ده.
د ملي امنيت رياست په ډاګه کړې چې د ناروغ درملنه تر دې وړاندې په بېلابېلو کورنيو او بهرنيو روغتونونو کې تر سره شوې، خو پايله يې مثبته نه وه.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP