خوست ښار (پژواک، ۱۵ وږی ۹۶): چارواکي وايي چې د خوست په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د يو طالب قوماندان په ګډون شپږ وسله وال وژل شوي دي.
د خوست د والي وياند مبارزمحمد ځدراڼ د وږي په ۱۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد پرون مازديګر د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په ځنيخېلو سيمه کې شوی دی.
که څه هم ځدراڼ په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل خو يوې بلې باوري دولتي سرچينې د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وويل چې دغه بريد د جهادشاه په نوم د طالبانو د يوه سيمه ييز مشهور قوماندان پر سراچه موټر شوی دی.
سرچينې وويل، په بريد کې په خپله جهادشاه او د هغه پنځه کسان وژل شوي او موټر يې سوځېدلی دی.
د دې سرچينې په وينا، جهادشاه نه يواځې د افغان حکومت پر خلاف جنګېده، بلکې له دې امله چې ده د مقبلو له قبيلې سره تړاو درلود، د منګلو او مقبلو تر منځ يې شخړې ته هم لمن وهله.
تر دې وړاندې د خوست والي حکم خان حبيبي ويلي وو چې ځينې سياسي ډلې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د منګلو او مقبلو تر منځ وسله والې شخړې ته لمن وهي.
د منګلو او مقبلو قبیلو تر منځ شخړه چې په دې وروستیو کې بيا پيل شوې، هره ورځ دواړه غاړې درنې وسلې کاروي چې لسګونه کورنۍ يې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې کړې دي.
تر اوسه وسله والو طالبانو د ياد بريد په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP