Language

“حکومت دې له بهره د بې کیفیته غوښو واردېدو مخنیوی وکړي”

مزارشريف (پژواک، ۱۶ وږی، ۹۶): که څه هم يواځې په بلخ ولايت کې هره مياشت شاوخوا ۳۶زره ټنه د چرګانو غوښه توليدېږي، خو بيا هم شمال زون ته له پاکستان او ايران څخه بې کيفيه غوښې واردېږي.

د شمال زون صنعت کاران او د چرګانو فارم لرونکي د پورته څرګندونو تر څنګ له دولت څخه شمال زون د بې کفيته غوښو د واردېدو د مخنيوي جدي غوښتنه کوي.

د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د وږي په ۱۶مه د شمال او شمال ختيځ زونونو په کچه د چرګانو د صنعت او غوښې د توليد پر وړاندې د پرتو ستونزو په تړاو درې ورځنی سيمينار پيل شو.

په دغه سيمينار کې د دولتي چارواکو تر څنګ د دواړو زونونو صنعتکارانو او د چرګانو فارم لرونکو برخه اخيستې وه.

د بلخ سوداګرۍ خونې مسوول ارش يونسي د جوړ شوي سيمينار په تړاو پژواک خبري اژانس ته وويل چې موخه يې په کور دننه د چرګانو د صنعت او غوښې د توليد چارو ته وده ورکول او د دولت پام ورګرځول دي.

نوموړي زياته کړه، شمال زون په کور دننه د چرګ غوښې له توليد څخه پر ځان بسیا دی.

خو هغه دغه زون ته له ايران او پاکستان څخه د چرګ د بې کيفيته غوښو پر واردېدو اندېښنه وښوده او همدا يې د کورني توليد پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ وګاڼه.

ارش وويل، يواځې په بلخ ولايت کې د چرګانو کابو ۸۰۰ لوی او واړه توليدي فارمونه فعاليت کوي چې هره مياشت کابو ۳۶زره ټنه غوښه توليدوي.

نوموړي زياته کړه: ((موږ د غوښې د توليد له اړخه خود کفا يو، دولت بايد نه يواځې شمال ته، بلکې د هېواد هرې څنډې ته له بهرنيو ملکونو څخه د غوښې پر وارداتو بنديز ولګوي.))

د بلخ د نهرشاهي ولسوالۍ اوسېدونکې نېکبخته د چرګانو فارم لري چې هره مياشت سلګونه ټنه غوښه بازار ته وړاندې کوي.

نوموړې پژواک ته وويل، که چېرې دولت ورسره د اوږدمهاله او لنډمهاله قرضونو مرسته وکړي؛ نو چارې به يې لا ګړندۍ شي.

د چرګانو توليد بل فارم لرونکی حفيظ الله وايي، دولت بايد له دوی سره د ملاتړ په موخه په دې برخه کې پانګونه وکړي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.