منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۴۵ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“حکومت دې له بهره د بې کیفیته غوښو واردېدو مخنیوی وکړي”

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۹ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۱۶ وږی، ۹۶): که څه هم يواځې په بلخ ولايت کې هره مياشت شاوخوا ۳۶زره ټنه د چرګانو غوښه توليدېږي، خو بيا هم شمال زون ته له پاکستان او ايران څخه بې کيفيه غوښې واردېږي.

د شمال زون صنعت کاران او د چرګانو فارم لرونکي د پورته څرګندونو تر څنګ له دولت څخه شمال زون د بې کفيته غوښو د واردېدو د مخنيوي جدي غوښتنه کوي.

د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د وږي په ۱۶مه د شمال او شمال ختيځ زونونو په کچه د چرګانو د صنعت او غوښې د توليد پر وړاندې د پرتو ستونزو په تړاو درې ورځنی سيمينار پيل شو.

په دغه سيمينار کې د دولتي چارواکو تر څنګ د دواړو زونونو صنعتکارانو او د چرګانو فارم لرونکو برخه اخيستې وه.

د بلخ سوداګرۍ خونې مسوول ارش يونسي د جوړ شوي سيمينار په تړاو پژواک خبري اژانس ته وويل چې موخه يې په کور دننه د چرګانو د صنعت او غوښې د توليد چارو ته وده ورکول او د دولت پام ورګرځول دي.

نوموړي زياته کړه، شمال زون په کور دننه د چرګ غوښې له توليد څخه پر ځان بسیا دی.

خو هغه دغه زون ته له ايران او پاکستان څخه د چرګ د بې کيفيته غوښو پر واردېدو اندېښنه وښوده او همدا يې د کورني توليد پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ وګاڼه.

ارش وويل، يواځې په بلخ ولايت کې د چرګانو کابو ۸۰۰ لوی او واړه توليدي فارمونه فعاليت کوي چې هره مياشت کابو ۳۶زره ټنه غوښه توليدوي.

نوموړي زياته کړه: ((موږ د غوښې د توليد له اړخه خود کفا يو، دولت بايد نه يواځې شمال ته، بلکې د هېواد هرې څنډې ته له بهرنيو ملکونو څخه د غوښې پر وارداتو بنديز ولګوي.))

د بلخ د نهرشاهي ولسوالۍ اوسېدونکې نېکبخته د چرګانو فارم لري چې هره مياشت سلګونه ټنه غوښه بازار ته وړاندې کوي.

نوموړې پژواک ته وويل، که چېرې دولت ورسره د اوږدمهاله او لنډمهاله قرضونو مرسته وکړي؛ نو چارې به يې لا ګړندۍ شي.

د چرګانو توليد بل فارم لرونکی حفيظ الله وايي، دولت بايد له دوی سره د ملاتړ په موخه په دې برخه کې پانګونه وکړي.

نوموړي زياته کړه: ((که دولت د چرګانو د دانو په برخه کې پانګونه وکړي او دوی ته په ټيټه بيه ترلاسه شي؛ نو دوی به هم په خورا کمه بيه چرګان بازار ته وړاندې کړای شي.))

بلخوا د شمال زون د چرګانو فارم لرونکو اتحاديې مشر بشيراحمد مژده وايي، دولت ته يې د چرګانو د صنعت د کورنۍ ودې په موخه طرحه وړاندې کړې چې بايد پاملرنه ورته وکړي.

نوموړي زياته کړه، په افغانستان کې دننه د ۹ ميليونه چرګوړو د توليد ظرفيت شته؛ خو بيا هم له پاکستان او ايران څخه د چرګانو واردېږي.

د هغه په وينا، د همدې ستونزې د حل په موخه د شمال زون د چرګانو فارم لرونکو جوړه کړې طرحه دولت ته وړاندې کړې ده.

د عامې روغتيا مسوولين وايي، له بهرنيو ملکونو ډېری واردېدونکي چرګان او غوښې غير صحي او بې کفيته وي.

دوی بار بار له خلکو د ورته غوښو د نه کارېدو جدي غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، یوې پاکستانۍ رسنۍ خبر خپور کړی چې پاکستان په زرګونه ټنه د خوګ غوښه د حلالې غوښې په نامه افغانستان ته صادر کړې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست