کابل (پژواک، ١٦ وږى ٩٦): په کابل کې د چين سفير وايي، هيله لري چې د امريکا نوې ستراتيژي د افغانستان په ګټه تمامه شي.
نوموړي دغه مطلب بدخشان ولايت ته د سفر په ترڅ کې يوې خبري غونډې ته څرګند کړ.
په کابل کې د چين سفير ياوجينګ په بدخشان کې له امنيتي وضعيته د خپل هېواد د اندېښنې په اړه وويل چې ترهګري يوه سيمه ييزه او نړيواله مسئله ده او بايد د دې ښکارندې پر وړاندې نړيواله مبارزه وشي.
هغه زياته کړه: "هيله لرو چې په افغانستان د امريکا پوځي ستراتيژي د دغه هېواد په ګټه تمامه شي."
هغه وويل: "موږ د ختيځ ترکستان خوځښت د غړو د فعاليت په اړه چې کسان يې د طالبانو په څنګ کې جنګېږي، سخت اندېښمن يو؛ موږ له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه د چين، افغانستان او تاجکستان تر منځ درې اړخيزه ملګرتيا رامنځته کړې او په افغانستان کې د سولې پلويان يو."
د چين سفير د بدخشان له والي سره په رسمي ليدنه کې د دغه ولايت له خلکو سره ژمنه وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به د چين له کاشغر څخه د نوري فايبر شبکې لين له بدخشان سره ونښلول شي.
نوموړى پرون د اشکاشم ولسوالۍ ته ولاړ او د واخان له ولسوال نصرت الله نايل او د اشکاشم ولسوالۍ له ولسوال نامدار خان خالد سره يې وليدل او د دغو دوو ولسواليو د خلکو ستونزې يې واورېدې.
د واخان ولسوال نصرت الله نايل وويل چې د واخان او اشکاشم ولسواليو د خلکو اساسي ستونزې د سټندرد روغتيايي مرکزونو نه شتون دی او دغه کار د دې لامل شوى چې يو شمېر اميدوارې ميندې د زېږون پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړي او دغه راز د ښوونځيو د ودانۍ، برېښنا او سړک نه شتون هغه ستونزې دي چې د دې ولسوالۍ خلک ورسره مخ دي.
د چين سفير ژمنه وکړه، هېواد یې چمتو دى چې د بدخشان له خلکو سره په ولسواليو کې د مواصلاتي لارو جوړولو، روغتيا او ښوونې سکتور په وړو پروژو کې مرسته وکړي.
نوموړي له هغوى وغوښتل چې خپل وړانديزونه دې د ولايت له لارې د چين سفارت ته ورکړي.
هغه وويل: "له دغه سفر څخه زموږ موخه، د بدخشان په ځانګړې توګه د سرحدي ولسواليو د خلکو د ستونزو څېړل دي؛ موږ د بدخشان له خلکو سره مرستې ته ژمن يو او دا خبره څېړو چې څه کار کولى شو."
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP