ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې یوه نهه کلنه نجلۍ تر جنسي تېري وروسته وژل شوې

هلمند کې یوه نهه کلنه نجلۍ تر جنسي تېري وروسته وژل شوې

author avatar
10 Sep 2017 - 18:43
هلمند کې یوه نهه کلنه نجلۍ تر جنسي تېري وروسته وژل شوې
author avatar
10 Sep 2017 - 18:43

لښکرګاه (پژواک، ۱۹وږی ۹۶): په هلمند ولايت کې يوه نهه کلنه نجلۍ تر جنسي تېري وروسته وژل شوې ده.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک  وايي چې دا پېښه په نادعلي ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده او د مجرمينو د نيولو هڅې روانې دي.

هغه د وږي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په  نادعلي ولسوالۍ کې يوه نهه کلنه نجلۍ  باندې د شپږو  کسانو له خوا لومړی جنسي تېری شوی او بيا یې وژلې ده.

د ده  په وينا، په دې پېښه کې ښکېل څلور ځوانان  د قومي مشرانو او کليوالو له خوا نيول شوي او دوه تنه نور  لادرکه دي.

د والی وياند مني چې  ياده  پېښه د دولت د وسله وال مخالفينو تر واک  لاندې نادعلي ولسوالۍ ناقل اياد سيمه کې رامنځته  شوې ده.

په هلمند کې د بشري حقوقو  د ولايتي دفتر رييسه عفيفه معروف هم ياده پېښه تاييدوي خو وايې چې درې تنه پر دې جرم تورن  پېژندل شوي کسان وسله والو طالبانو نيولي او درې نور لادرکه  دي.

هغه زياته کړه، دا چې سيمه د طالبانو په لاس  کې ده، خو دوی ته  يوازې معلومات ورکړل شوي او نور په دې اړه  نه پوهیږي چې قضيه  يې څه ډول پرمخ وړل کیږي.

مېرمن معروف وايي، دغه نجلۍ نهه کاله عمر لري، په چل سره یوه بل کور ته  وړل شوې او بيا ټولو پرې جنسي تیری کړی او دې لپاره چې ونه پیژندل شي، وژلې يې ده.

د نادعلي ولسوالۍ د ټولنيزې شورا  مشر محمد نبي الفت  پژواک ته وويل چې دا پېښه درې ورځې مخکې رامنځته شوې ده او د نجلۍ جسد يې د جوارو له یوه پټي څخه ترلاسه شوی دی.

د هغه په وينا، چې وژل شوي نجلۍ د يوه  دهقان  لور ده او د بل دهقان څلور زامنو له درې نورو ملګرو سره د جوارو لوی فصل  ته  بيولې او بيا يې پرې جنسي تېری کړى او وژلې يې ده.

دى وايي چې په راتلونکو دوو ورځو کې به نيول شوي کسان د طالبانو له خوا په دار وځړول شي.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.