مزارشريف (پژواک، ٢٠ وږى ٩٦): د سره صليب نړيوالې ادارې يوه بهرنۍ ډاکتره د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې وژل شوې ده.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند شېرجان دراني د وږي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن له غرمې مخکې شاوخوا لس نيمې بجې په مزارشريف ښار کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې يو معيوب کس د سره صليب دفتر ته له تومانچې سره ورغلى و او پر يوې بهرنۍ ښځينه ډاکترې يې ډزې کړې او هغه يې وژلې ده.
نوموړي وويل چې ياد کس نيول شوى او تر پلټنو لاندې دى.
د دغه ولايت يوې بلې سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې وژل شوې ډاکتره د هسپانيې اوسېدونکې وه.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP