منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۰ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د سره صلېب يوه بهرنۍ ډاکتره وژل شوې

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۱۴ کتنې

مزارشريف (پژواک، ٢٠ وږى ٩٦): د سره صليب نړيوالې ادارې يوه بهرنۍ ډاکتره د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې وژل شوې ده.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند شېرجان دراني د وږي په ٢٠مه پژواک  خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن له غرمې مخکې شاوخوا لس نيمې بجې په مزارشريف ښار کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې يو معيوب کس د سره صليب دفتر ته له تومانچې سره ورغلى و او پر يوې بهرنۍ ښځينه ډاکترې يې ډزې کړې او هغه يې وژلې ده.

نوموړي وويل چې ياد کس نيول شوى او تر پلټنو لاندې دى.

د دغه ولايت يوې بلې سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې وژل شوې ډاکتره د هسپانيې اوسېدونکې وه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه