Language

د بلخ لوړ پوړي امنيتي چارواکي کابل ته احضار شوي

مزارشريف (پژواک، ۲۳ وږی ۹۶): د بلخ ولايت لوړپوړي امنيتي چارواکي د ولايتي شورا د وکيل محمد اصف مومند د نيول کېدو پېښې په تړاو کابل ته احضار شوي دي.

پژواک خبري اژانس د هېواد د سرحدي قوماندانۍ هغه مکتوب چې د روانې مياشتې په ۱۶مه د شمال زون سرحدي قوماندانۍ ته استول شوی، ترلاسه کړی چې په کې د مزارشريف هوايي ډګر په ګډون د بلخ ځينې لوړپوړي امنيتي چارواکي د بلخ والي عطامحمد نور او د ولايتي شورا وکيل محمد اصف مومند قضيې په تړاو د لا ډېرو تحقيقاتو په موخه کابل ته احضار شوي دي.

خو ځيني احضار شوي امنيتي چارواکي کابل ته له تلو ډډه کوي.

په دغه مکتوب کې د شمال زون سرحدي قوماندانۍ ته دستور ورکړل شوی چې د بلخ امنيه قوماندان، د مزارشريف هوايي ډګر قوماندان، د هوايي ډګر د نوکريوالانو رييس ارکان، د هوايي ډګر د نظامي او ملکي امنيتي کامرو مسوولين، په هوايي ډګر کې د پېښې د شپې نوکريوال او د شاهراه قوماندان په ګډون د شاهراه درې امنيتي مسوولين کابل ته د نورو تحقيقاتو لپاره احضار کړي.

د مکتوب په تړاو د شمال زون سرحدي قوماندانۍ قوماندان ميرنعيم حيدر د وږي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له کابله استول شوی مکتوب يې له رسېدو سره سم دغو امنيتي ادارو ته استول دی.

نوموړي د چا نوم وانه خيست خو زياته يې کړه چې ځينې احضار شوي امنيتي چارواکي کابل ته د پېښې اړوند تحقيقاتو په موخه تللي دي.

د هغه په وينا، ځينې په رخصتيو دي، ممکن له رخصتۍ وروسته ولاړ شي.

د بلخ امنيه قوماندان مل پاسوال سيد کمال سادات هم په احضار شوو کسانو کې دی.

د قوماندانۍ وياند شېرجان دراني پژواک ته وويل چې امنيه قوماندان د پېښې په تړاو تحقيقاتو سره هېڅ ستونزه نه لري.

نوموړي زياته کړه چې امنيه قوماندان دمګړۍ په کابل کې خپلې رسمي رخصتي تېروي، که اړتيا شي نو څېړنو لپاره حاضرېږي.

خو د بلخ د شاهراه قوماندان  محمد اصف نه رخصت دی او نه هم د تحقيقاتو لپاره کابل ته خپل تګ اړين بولي.

نوموړي پژواک ته وويل: ((زه د هوايي ډګر د پېښې پر مهال يوه شپه او ورځ مزارشريف ښار کې نه وم، زه په چاربولک ولسوالۍ کې له طالبانو سره په جګړه اخته وم.))

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.