منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۳۸ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د بلخ لوړ پوړي امنيتي چارواکي کابل ته احضار شوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۳۳ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۲۳ وږی ۹۶): د بلخ ولايت لوړپوړي امنيتي چارواکي د ولايتي شورا د وکيل محمد اصف مومند د نيول کېدو پېښې په تړاو کابل ته احضار شوي دي.

پژواک خبري اژانس د هېواد د سرحدي قوماندانۍ هغه مکتوب چې د روانې مياشتې په ۱۶مه د شمال زون سرحدي قوماندانۍ ته استول شوی، ترلاسه کړی چې په کې د مزارشريف هوايي ډګر په ګډون د بلخ ځينې لوړپوړي امنيتي چارواکي د بلخ والي عطامحمد نور او د ولايتي شورا وکيل محمد اصف مومند قضيې په تړاو د لا ډېرو تحقيقاتو په موخه کابل ته احضار شوي دي.

خو ځيني احضار شوي امنيتي چارواکي کابل ته له تلو ډډه کوي.

په دغه مکتوب کې د شمال زون سرحدي قوماندانۍ ته دستور ورکړل شوی چې د بلخ امنيه قوماندان، د مزارشريف هوايي ډګر قوماندان، د هوايي ډګر د نوکريوالانو رييس ارکان، د هوايي ډګر د نظامي او ملکي امنيتي کامرو مسوولين، په هوايي ډګر کې د پېښې د شپې نوکريوال او د شاهراه قوماندان په ګډون د شاهراه درې امنيتي مسوولين کابل ته د نورو تحقيقاتو لپاره احضار کړي.

د مکتوب په تړاو د شمال زون سرحدي قوماندانۍ قوماندان ميرنعيم حيدر د وږي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له کابله استول شوی مکتوب يې له رسېدو سره سم دغو امنيتي ادارو ته استول دی.

نوموړي د چا نوم وانه خيست خو زياته يې کړه چې ځينې احضار شوي امنيتي چارواکي کابل ته د پېښې اړوند تحقيقاتو په موخه تللي دي.

د هغه په وينا، ځينې په رخصتيو دي، ممکن له رخصتۍ وروسته ولاړ شي.

د بلخ امنيه قوماندان مل پاسوال سيد کمال سادات هم په احضار شوو کسانو کې دی.

د قوماندانۍ وياند شېرجان دراني پژواک ته وويل چې امنيه قوماندان د پېښې په تړاو تحقيقاتو سره هېڅ ستونزه نه لري.

نوموړي زياته کړه چې امنيه قوماندان دمګړۍ په کابل کې خپلې رسمي رخصتي تېروي، که اړتيا شي نو څېړنو لپاره حاضرېږي.

خو د بلخ د شاهراه قوماندان  محمد اصف نه رخصت دی او نه هم د تحقيقاتو لپاره کابل ته خپل تګ اړين بولي.

نوموړي پژواک ته وويل: ((زه د هوايي ډګر د پېښې پر مهال يوه شپه او ورځ مزارشريف ښار کې نه وم، زه په چاربولک ولسوالۍ کې له طالبانو سره په جګړه اخته وم.))

هغه زياته کړه چې کابل ته نه دی تللی او دغه پېښه ورپورې تړاو هم نه لري.

خو مدني فعالان ورته حالت په افغانستان کې د ښې حکومتولۍ پر وړاندې خنډ بولي.

د بلخ د مدني ټولنو اتحاديې مشر استاد حميد صفوت پژواک ته وويل: ((کله چې لوړ مقام له خپلو مامورينو څخه د پوښتنې وس نه لري؛ دا نو بيا ستر مشکل دی.))

نوموړي زياته کړه، چې په افغانستان کې همداراز مشکلات د ښې او ځواب ويونکي حکومتولۍ پر وړاندې ستر خنډونه دي.

د زمري په ۲۳مه د شپې ناوخته د بلخ ولايتي شورا وکيل محمد اصف مومند له مزارشريف هوايي ډګر څخه ونيول شو.

نوموړی دوه ورځې وروسته خوشې کړای شو چې کابل ته له رسېدو سره سم يې په خبري ناسته کې وويل، چې د بلخ والي عطامحمد نور شخصي ملېشو نيولی و  او  ادعا يې وکړه، چې د بلخ والي زوی ترې پر خوله غوږ پرې کړی دی.

که څه هم د پېښې د څېړلو په تړاو له کابله لوړپوړي پلاوي بلخ ته سفر وکړ؛ خو لا هم د پېښې اړوند ډېر اړخونه په رسمي توګه ښکاره شوي نه دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه