ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فقر د کچې راکمولو او د عواملو معلومولو په موخه شورا جوړه شوه

د فقر د کچې راکمولو او د عواملو معلومولو په موخه شورا جوړه شوه

author avatar
17 Sep 2017 - 19:29
د فقر د کچې راکمولو او د عواملو معلومولو په موخه شورا جوړه شوه
author avatar
17 Sep 2017 - 19:29

کابل (پژواک، ٢٦ وږى ٩٦): ولسمشر غني د فقر د کموالي، خدماتو وړاندې کولو او د ولسي مشارکت شورا په لومړنۍ غونډه کې وويل، د دې شورا د جوړېدو موخه په هېواد کې د فقر د کچې راکمول او د فقر  د عواملو معلومول دي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ  د فقر د کموالي، خدماتو وړاندې کولو او د ولسي مشارکت عالي شورا لومړنۍ غونډه، پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه.

سرچينه کاږي، په دې غونډه کې د جمهور رئیس غني او د غونډې ګډونوالو له لوري د دغې شورا د طرزالعمل، حقوقي مبنا، د شورا پر دندو او مسوولیتونو، کاري ساحې، د شورا په جوړښت او د شورا د تصمیم ګیرۍ په اصولو هراړخیز بحث او خبرې وشوې.

اشرف غني وویل،  د دې شورا د جوړېدو موخه په هېواد کې د فقر د کچې راکمول او د فقر د عواملو معلومول دي، ترڅو حکومت د منظمو برنامو له لارې په اساسي ډول په هېواد کې له فقر سره مبارزه وکړي.

ده څرګنده کړه، حکومت باید د ټولنې تر ټولو محروم قشر ته پام وکړي، ځکه تراوسه په هېواد کې د دې قشر په ژوند کې بدلون نه دی راغلی.

هغه زیاته کړه، د دولتي مامورینو معاشاتو د پرداخت سیستم ډاډمن نه دى او دغه راز د تقاعد د خزینې په سیستم کې ستونزې موجودې دي او باید اصلاح شي.

دى وايي، تراوسه ۵۰ سلنه ښوونکي د معتمدینو له لارې معاش ترلاسه کوي چې په دې برخه کې باید د منلو وړ سیستم رامنځ ته شي، د پرداخت او امتیازاتو سیستم او دغه راز دې زموږ ټول ملي پروګرامونه د اصلاحاتو راوستو په خاطر وارزول شي او اساسي ستونزې دې تشخیص شي.

ولسمشر هېواد ته د راستنېدونکو هېوادوالو ته په اشارې وویل، په تېرو څو کلونو کې ۵ میليونه هېوادوال د کډوالۍ له چاپېریال څخه هېواد ته راستانه شوي او تر راتلونکو لسو کلونو پورې به له درې څخه تر پنځو میليونو نور هم جذب کړو.

ده زیاته کړه، ډېری کورنۍ د هېواد بې وزله ښځې رهبري کوي، د دوی ژوند ته باید جدي پام وشي، څو خپل اولادونه چې راتلونکي پنځه نسلونه ورپورې تړلی دی، له بې وزلۍ څخه خوندي کړي.

دى زياتوي، د بې وزلۍ د کمولو او له منځه وړلو په اړه باید اساسي بحث وشي او د بې وزلۍ بېلابېل لاملونه او ډولونه تشخیص شي.

هغه څرګنده کړه چې د بې وزلۍ د کمولو په برخه کې د تېرو ۱۶ کلونوبرنامې دقیقې نه وې، ځکه د بې وزلۍ په اړه د کابل په ګډون د هېواد د ټولو ولایتونو ارقام کره نه دي.

غني د بودجې د لګښت په اړه وویل، د بودجې معقول او موثر لګښت ته باید پام ډېر شي، تر څو اقتصاد وده وکړي.

هغه زیاته کړه، موږ  وزارتي نظارت ته اړتیا لرو، لکه څنګه مو چې تدارکات ملي او مرکزي کړل، دا نظارت هم باید ملي او مرکزي شي.

د دې شورا له جوړېدو څخه  په شورا کې ګډونوالو وزیرانو هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې د دې شورا د طرزالعمل په اساس به خپل بېلابېل رغوونکي وړانديزونه د دې شورا راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

ولسمشر څرګنده کړه، دا شوراګانې د دې لپاره دي چې بودجه پرځای مصرف شي او د راتلونکي کال بودجه باید د پروژو نه، بلکې د برنامو په اساس تنظیم شي.

نوموړي زیاته کړه، موږ د پالیسۍ مشترکه ژبه نه لرو او باید مشترکه ژبه رامنځ ته کړو، ترڅو پالیسۍ تداوم پیدا کړي.

د هېواد جمهور رئیس وويل، موږ د ارقامو واقعي ارزونې ته اړتیا لرو، د دې لپاره باید په مرکزي احصائیه پانګونه وشي او له علمي بنسټونو څخه هم ګټه واخیستل شي.

هغه وویل، د اقتصاد او کار، ټولنیزو چارو وزارتونه او د مرکزي احصائیې اداره دې باید په هېواد کې د بې وزله او فقیرو خلکو د کره ارقامو د معلومولو په برخه کې منظم کار وکړي.

ولسمشر ټینګار وکړ، موږ متوازن انکشاف ته اړتیا لرو او په راتلونکي کې به بودجه د زونونو په کچه عیارېږي.

هغه زیاته کړه، فقر سره د مبارزې په برخه کې لومړنی محروم  قشر ښځې او دویم ځوانان دي چې باید پاملرنه ورته وشي.

همدارنګه هغه ټینګار وکړ چې له بې وزلۍ سره د مبارزې او اقتصادي ودې په موخه  ټول وزارتونه باید  متوازن انکشاف ته پام وکړي.

 ټاکل شوی چې دغه شورا به په منظم ډول په هېواد کې د فقر د کچې راکمولو لاملونه وارزوي او له ټولو ادارو سره به د فقر د له منځه وړلو په خاطر په دوامدار ډول دایریږي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.