کابل (پژواک، ٢٦ وږى ٩٦): مشرانو جرګه وايي چې د کابل ښار حضوري چمن پر نشه يي توکو د روږدو کسانو په مرکز بدل شوى او حکومت بايد دغه ورزشي ځاى چې پر جوړېدو يې ډېرې پيسې لګول شوې وې، بيا ورغوي او د معتادينو له شتون څخه يې پاک کړي.
حضوري چمن د کابل ستره ورزشي ساحه بلل کېږي چې د سل جريبه ځمکې په مساحت سره له تېرو سلو کلونو راهيسې د پوځي تشريفاتو، تفريحي پروګرامونو، تمرينونو او بېلابېلو ورزشي سياليو په موخه ترې ګټه پورته کېږي.
دغه چمن په ١٣٨٩ کال کې د "عزيزي بنسټ" او (MTN) مخابراتي شرکت په دوه ميليون ډالره مرستې سره د اولمپيک له ملي کمېټې سره د هوکړه ليک پر بنسټ له سره ورغول شو او د ١٣٩٠ کال د زمري په ٣١ مه ګټې اخيستو ته وسپارل شو.
خو اوسمهال دغه چمن سخت خراب شوى چې د بيارغونې يې هېڅ اثر نه دى پاتې او د معتادينو پر بستر بدل شوى دى.
مشرانو جرګه کې د پنجشېر استازې ليلما احمدي نن د جرګې په ناسته کې د يادې سيمې له وضعيت څخه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ وويل: "حضوري چمن د نشه يي توکو د پېر او پلور او ګټې اخيستو پر ځاى بدل شوى، حضوري چمن د افغانانو لپاره د يوه تاريخي ځاى اهميت لري او د ښار په مرکز کې دغه ځاى بايد هېر نه کړل شي."
هغې زياته کړه، ياد چمن که څه هم څه موده وړاندې په ډېر لګښت سره ورغول شو، خو اوسمهال د نه پاملرنې له امله پر يوې کنډوالۍ بدل شوى دى.
نوموړې د جرګې له اداري پلاوي غوښتنه وکړه، څو په دې اړه د جوړولو لپاره پر اړونده حکومتي چارواکو فشار راوړي، چې دغه ساحه له سره ورغوي، ځکه د هغې په وينا د ياد چمن څلورو خواوو ته ورزشي ډګرونه دي او معتاد کسان بايد په دغه سيمه کې شتون ونه لري.
د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار هم د حضوري چمن د وضعيت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل: "دا د شرم ځاى دى چې دغه ورزشي سيمه د معتادانو د راټولېدو پر ځاى بدله شوې ده."
هغه زياته کړه، د کابل ښاروالي او د اولمپيک ملي کمېټه مکلف دي، څو دغه ورزشي سيمه له سره ورغوي.
مسلميار د يادې جرګې دوو کمېسيونونو ته دنده وسپارله، څو په دې اړه د کابل له ښاروالۍ او اولمپيک ملي کمېټې سره خبرې اترې وکړي.
د مشرانو جرګې مشر وويل، که چېرې حکومت د حضوري چمن د بيارغونې وس نه لري،دغه سيمه دې خصوصي سکتور ته پرېږدي، څو خصوصي سکتور يې بيارغونه وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن