Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غني او ټرمپ سبا د افغانستان او امريکا د اړيکو  د پراختيا په اړه خبرې کوي

کابل(پژواک،٢٩وږى٩٦): افغان ولسمشر سبا له خپل امريکايي سيال سره د دواړو هېوادونو د اړيکو پر پراختيا، له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د ملګرتيا او د افغان امنيتي ځواکونو د وړتياوو د لوړولو په اړه بحث او خبرې کوي.

دغه راز ټاکل شوې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني سبا په امريکا کې د ملګرو ملتونو سازمان له مشر او  د ځينو نورو هېوادونو له چارواکو سره بېلا بېلې ليدنې وکړي.

ولسمشر غني د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د ملګرو ملتونو په ٧٢مه کلنۍ عمومي غونډه کې د ګډون په موخه امريکا ته تللى دى.

ولسمشر غني تېره شپه د ملګرو ملتونو په ٧٢يمه کلنۍ عمومي غونډه کې د خپلې وينا پرمهال؛ په افغانستان کې له ترهګرۍ سره مبارزه د ګاونډيانو له رښتينې ملګرتيا سره مشروطه وبلله او د افغانستان او پاکستان دولتونو ترمنځ پر خبرو اترو د ټينګار ترڅنګ يې له طالبانو وغوښتل چې د سولې له بهير  سره  دې يوځاى شي.

غني په ياده غونډه کې د متحده عربي اماراتو، اتريش او فنلنډ له ولسمشرانو او دغه راز د ډنمارک له لومړي وزير سره بېلا بېلې ليدنې درلودې او له دغو چارواکو سره يې د دوه اړخيزې ملګرتيا د پراختيا په اړه بحثونه کړي دي.

د ولسمشر د وياند ددفتر سرپرست شاه حسين مرتضوي نن په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل چې ټاکل شوې ده ولسمشر محمد اشرف غني سبا د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د ملګرو ملتونو له عمومي منشي، د ملګرو ملتونو د پراختيايي بانګ له مشر، د جورجيا له لومړي وزير، د هند او انګلستان د بهرنيو چارو له وزيرانو سره په بېلا بېله توګه ليدنې او بحثونه وکړي.

د مرتضوي په خبره، د افغانستان او امريکا ولسمشران به د دواړو هېوادونو د اړيکو، په افغانستان او سيمه کې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د ملګرتيا پر پراختيا او د افغان ځواکونو د وړتياوو د لوړولو په څېر  مسايلو بحث وکړي.

نوموړي د يوې پوښتنې په ځواک کې وويل چې د امريکا د نوې ستراتېژۍ له اعلان وروسته، د افغان هوايي ځواکونو وړتيا دوه چنده شوې ده.

د هغې ستراتيژۍ له مخې چې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د روان کال د زمري مياشتې په وروستيو کې اعلان شوه، دغه هېواد په افغانستان کې د خپلو پوځيانو شمېر زياتوي.

ټاکل شوې ده چې افغانستان ته شاوخوا درې زره نور امريکايي پوځيان راشي.

ټرمپ ويلي چې هېواد يې په پاکستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه غلى نه پاتې کېږي او په افغانستان او پاکستان کې  به د ترهګرو شته پټنځايونه له منځه يوسي چې د امريکا لپاره خطر دى.

مرتضوي په دې اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې چې پاکستان حاضر دى له افغانستان سره د امنيت د خونديتوب په برخه کې ملګرتيا وکړي وويل:" موږ بايد له پاکستان سره خپله ستونزه حل کړو؛ له دې پرته به وضعيت لا خراب شي."

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.