تالقان(پژواک،٢٩وږى٩٦): د تخار امنيتي چارواکي وايي چې ناپېژانده وسله والو د ورسج ولسوالۍ د استخباراتو مدير پر ډزو وژلى دى.
د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند سمونیار عبدالخلیل اسیر د وږي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ورسج ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ د استخباراتو مدیر غلام رباني تېره شپه د ناپېژانده کسانو له خوا وژل شوى دى.
هغه وايي، نوموړی د یادې ولسوالۍ په ترشت سیمه کې د خپل کور مخ ته پر ډزو وژل شوى دى.
په همدې مهال بیا د ورسج ولسوال عبدالرشاد پژواک ته وويل چې د دغې ولسوالۍ د استخباراتو مدیر د وژل کېدو په تور دوه کسان نیول شوي دي.
ده زياته کړه چې غلام رباني د شخصي دښمنيو له امله وژل شوى، خو سره له دې هم پوليسو په دې برخه کې پلټنې پيل کړې دي.
د افغان دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP