محمود راقي (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه، ٩٦) : وسله والو کسانو د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې يو ځوان هلک او يوه پېغله نجلۍ په ډزو سره وژلي دي.
د سيمې اوسېدونکي وايي ، چې دا پېښه نن سهار د تګاب ولسوالۍ د ميره خېلو په سيمه کې رامنځته شوې ده.
د تګاب ولسوالۍ يوه اوسېدونکي لعل ګل د تلې په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل : ((دغه هلک څو مياشتې وړاندې خپله ښينه ( د مېرمن خور) له ځانه سره ايران ته تښتولې وه، چې هلک دوه کوچني ماشومان هم لري .))
د هغه په وينا، ځينو کسانو دوى په چل سره تګاب ولسوالۍ ته راوستي وو، چې نن سهار بيا د حکومت د وسله والو مخالفينو لخوا ووژل شول.
د سيمې يوه بل اوسېدونکي طاهر پژواک ته وويل، وسله والو مخالفينو نجلۍ او هلک خپلې ساحې ته لېږدولي و، چې مړي يې له وژلو وروسته د يادې سيمې اوسېدونکي ته سپارلي دي.
هغه وايي، وژل شوي هلک ايران هېواد کې خلکو ته اقرار کړی و، چې پخوانى ښځه يې طلاقه کړې او د هغې له خور سره يې نکاح کړې ده.
د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي په دې اړه وويل، چې دوى تر اوسه په دې اړه کوم راپور نه دى ترلاسه کړى
خو هغه زياته کړه، چې د کوه بند په درنامې سيمه کې د وسله والو په يو کمين کې د يوه پخواني قوماندان د کورني دوه غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP