Language

د شمال زون سوداګرو دولت له دوی سره په نه همکارۍ تورن کړ

مزارشريف (پژواک، ۴ تله، ۹۶): د شمال زون سوداګر ناامني، نامنظمې لويې لارې، د برېښنا کمښت او ګمرکي ستونزې د خپلو سوداګريزو چارو پر وړاندې ستر خنډونه بولي.

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت مرستيال وزيره مېرمن ملکه صديقي د تلې په ۴مه، د بلخ ولايت مرکز مزارشريف ښار ته سفر درلود او د سوداګرۍ په تړاو د پرتو ستونزو د حل په موخه يې په سيمينار کې برخه لرله.

د دغه سيمينار په څنډه کې د شمال زون سوداګرو دولت له دوی سره په نه همکارۍ تورن کړ.

سوداګر سيد مبشر سادات په شته سوداګريزو چارو کې د دولت نه همکارۍ له ټولو ستره ستونزه وبلله.

نوموړي پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې ناامني، د لېږد رالېږد لپاره نامنظمې لويې لارې او برېښنا کمښت سترې ستونزې وبللې.

هغه همداراز پر دولت د صادراتو او وارداتو په برخه کې د ګمرکي ستونزو په تړاو پر دولت د نه همکارۍ پړه واچوله.

د بلخ ولايت د سوداګريزو خونو غړو بيا د کورنيو توليداتو د ملاتړ په برخه کې دولت په نه همکارۍ تورن کړ.

د دغو خونو د مديره پلاوي غړي سيد طاهر روشن زاده هم ناامني د سوداګريزو چارو لپاره له ټولو ستر خنډ وباله.

خو نوموړي د توليدي پانګونې په برخه کې له دولت څخه غوښتنه وکړه، چې د خامو موادو په چمتو کولو او توليداتو د خرڅلاو لپاره د بازار موندنې په برخه کې سوداګر يواځې پرې نه ږدي.

د هغه په وينا، هېواد ته ډېری داسې توکي واردېږي، چې په کور دننه يې ښې توليدي فابريکې شته دي.

روشن زاده وويل، دولت بايد د کورنيو توليداتو په څېر وارداتو باندې غور وکړي.

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت مرستيالې مېرمن ملکې صديقي د سوداګرو د زياترو ستونزو پخلی وکړ.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.