مزارشريف (پژواک، ۴ تله، ۹۶): د شمال زون سوداګر ناامني، نامنظمې لويې لارې، د برېښنا کمښت او ګمرکي ستونزې د خپلو سوداګريزو چارو پر وړاندې ستر خنډونه بولي.
د سوداګرۍ او صنايعو وزارت مرستيال وزيره مېرمن ملکه صديقي د تلې په ۴مه، د بلخ ولايت مرکز مزارشريف ښار ته سفر درلود او د سوداګرۍ په تړاو د پرتو ستونزو د حل په موخه يې په سيمينار کې برخه لرله.
د دغه سيمينار په څنډه کې د شمال زون سوداګرو دولت له دوی سره په نه همکارۍ تورن کړ.
سوداګر سيد مبشر سادات په شته سوداګريزو چارو کې د دولت نه همکارۍ له ټولو ستره ستونزه وبلله.
نوموړي پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې ناامني، د لېږد رالېږد لپاره نامنظمې لويې لارې او برېښنا کمښت سترې ستونزې وبللې.
هغه همداراز پر دولت د صادراتو او وارداتو په برخه کې د ګمرکي ستونزو په تړاو پر دولت د نه همکارۍ پړه واچوله.
د بلخ ولايت د سوداګريزو خونو غړو بيا د کورنيو توليداتو د ملاتړ په برخه کې دولت په نه همکارۍ تورن کړ.
د دغو خونو د مديره پلاوي غړي سيد طاهر روشن زاده هم ناامني د سوداګريزو چارو لپاره له ټولو ستر خنډ وباله.
خو نوموړي د توليدي پانګونې په برخه کې له دولت څخه غوښتنه وکړه، چې د خامو موادو په چمتو کولو او توليداتو د خرڅلاو لپاره د بازار موندنې په برخه کې سوداګر يواځې پرې نه ږدي.
د هغه په وينا، هېواد ته ډېری داسې توکي واردېږي، چې په کور دننه يې ښې توليدي فابريکې شته دي.
روشن زاده وويل، دولت بايد د کورنيو توليداتو په څېر وارداتو باندې غور وکړي.
د سوداګرۍ او صنايعو وزارت مرستيالې مېرمن ملکې صديقي د سوداګرو د زياترو ستونزو پخلی وکړ.
خو نوموړې ټينګار کاوه، چې دولت او خصوصي سکتور بايد له يو بل څخه جلا ونه ګڼل شي.
د هغې په خبره، په هېواد کې داسې ډېر سوداګر شته، چې دولتي ملاتړ ته هېڅ تمه نه لري او په پوره برياليتوب خپلې چارې پر مخ وړي.
مېرمن صديقي وويل، بلخ ته د دوی د سفر ستره موخه همدغه ده، چې له سوداګرو سره په ګډه په داسې طرحه کار وکړي، چې د سوداګريزو ستونزو حل ته پرې لاره ومومي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










