Language

د پکتیکا نوی امنیه قوماندان معرفي شو

ښرنه (پژواک، ٥ تله ٩٦): د پکتيکا نوى امنيه قوماندان وايي چې د اداري فساد او زورواکو پر وړاندې مبارزه يې په کاري لومړيتوبونو کې ده.

له شاوخوا اووه مياشتو وروسته بريد جنرال محمدعظيم هاشمي نن د تلې په پنځمه د پکتيکا د امنيه قوماندان په توګه معرفي شو.

د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته بريد جنرال هاشمي وويل، د ټولو هغو کسانو پر وړاندې به جدي مبارزه وکړي چې په دغه ولايت کې نا امنۍ ته لمن وهي.

هغه زياته کړه: ((زه د دې وطن عسکر يم، غواړم د قانون په چوکاټ کې د امنيت د خوندي کولو تر څنګ د پوليسو په ليکو کې اصلاحات راولم، د ظالم لاس د مظلوم له ګرېوان څخه لنډ کړم، څو خلک پر حکومت باور وکړي.))

هاشمي وويل چې له ځانګړې پلان سره دغه ولايت ته ورغلی او په لنډه موده کې به ځينې لويې لارې او سيمې بېرته امنيت شي.

د نوموړي په وينا، د اداري فساد او زورواکو پر وړاندې مبارزه يې په کاري لومړيتوبونو کې ده.

په دې غونډه کې د يحيى خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي نورمحمد وويل چې له تېرو څو مياشتو راهيسې په دغه ولايت کې د نا امنۍ کچه ډېره لوړه شوې ده.

هغه وويل: ((اووه مياشتې موږ امنيه قوماندان نه درلود، ډېرې سيمې نا امنه شوې او طالبانو ونيولې.))

دغه راز د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي خان وويل چې د افغان دولت د وسله والو مخالفينو تر څنګ په يو شمېر سيمو کې سيمه ييز پوليس هم نا امنۍ ته لمن وهي او خلک وژني.

ده وويل: ((يواځې زموږ په ولسوالۍ کې اووه کسان، سيمه ييزو پوليسو وژلي دي.))

يادو کسانو د پکتيکا له نوي امنيه قوماندان څخه غوښتنه وکړه چې د يادو ټولو ستونزو پر وړاندې جدي مبارزه وکړي او د حل لار دې ورته پيدا کړي.

د غونډې په پاى کې قوماندان وويل چې د هر ډول ظلم او بې عدالتيو پر وړاندې به جدي مبارزه کوي او هېچا ته به نه تسلمېږي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.