ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان د پوځ مشر د افغان ځواکونو د روزنې وړانديز کړى

د پاکستان د پوځ مشر د افغان ځواکونو د روزنې وړانديز کړى

author avatar
2 Oct 2017 - 14:31
د پاکستان د پوځ مشر د افغان ځواکونو د روزنې وړانديز کړى
author avatar
2 Oct 2017 - 14:31

کابل (پژواک، ١٠ تله ٩٦): د پاکستان د پوځ مشر کابل ته د سفر پر مهال د افغان ځواکونو د روزنې وړانديز کړى دى.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه پرون له يوه لوړ پوړي پوځي پلاوي سره کابل ته راغلى و او له افغان چارواکو يې سره وليدل.

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو له دفتره د تلې په ١٠مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جنرال باجوه لومړى له ولسمشر اشرف غني سره دوه په دوه خبرې وکړې او وروسته بيا په دې خبرو کې د دواړو لورو پلاوو هم ګډون وکړ.

سرچينې زياته کړې چې په دې ليدنه کې له افغان لوري څخه د ولسمشر دويم مرستيال، د اجرائيه رياست دويم مرستيال، د ملي امنيت سلاکار، د ملي امنيت رييس، د ملي دفاع او کورنيو چارو وزيرانو او په اسلام اباد کې د افغانستان سفير ګډون درلود.

دغه راز په پاکستاني پلاوي کې د پوځ د مشر تر څنګ د استخباراتي ادارې (اى اېس اى) مشر، د بهرنيو چارو وزارت مرستياله، په کابل کې د پاکستان سفير او د دغه هېواد د پوځ ځينو نورو چارواکو برخه لرله.

د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي چې کابل ته د رسېدو پر مهال د افغان پوځ مشر د جنرال باجوه هرکلى وکړ.

سرچينې زياته کړې چې د يادې ليدنې او خبرو اترو پر مهال دواړه خواوو موافقه وکړه چې له ترهګرۍ د مبارزې او سولې لپاره به په ګډه کار کوي.

سرچينې زياته کړه چې د پاکستان د پوځ مشر د افغان ځواکونو د وړتيا لوړولو په موخه د دغو ځواکونو د روزنې وړانديز وکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو د سولې، ثبات، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې او د اړيکو رغولو لپاره پر ګډې کاري ډلو جوړولو هم هوکړه وکړه.

د يادونې ده، پاکستان له تېرو څو کلونو راهيسې د افغان ځواکونو د روزنې وړانديزونه کوي، خو افغان لوري نه منل، خو کله چې اشرف غني د ولسمشر په توګه وټاکل شو نو د ښه نيت له امله يې دغه وړانديز ومانه او شپږ سرتېري يې د روزنې لپاره پاکستان ته ولېږل.

بلخوا د افغانستان له ولسمشرۍ ماڼۍ تېر ماښام په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي وو چې ولسمشر غني د پاکستاني پلاوي دغه سفر د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ لپاره نوی فصل یاد کړ او هغه یې د همکارۍ د نوو رامنځته شوو فرصتونو په شرایطو کې مهم وباله.

ولسمشر په دې ليدنه کې ټینګار وکړ چې دوه اړخیز کاري ټېم دې په بېلابېلو سکتورونو کې وروستي یا راتلونکي ګامونه پورته کړي څو په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت په خاطر د هر اړخیزې واضح همکارۍ چوکاټ تدوین او په دې برخه کې عملي ګامونه واخیستل شي.

هغه د دواړو لورو د ژمنو لپاره د څارنې او ټاکلي وخت د سیستم پر رامنځته کېدو ټینګار وکړ.

پاکستاني پلاوي دغه راز ژمنه وکړه چې کاري ټېمونه به پر عملي او تطبیقي پلانونو کار وکړي.

Views: 12

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.