Language

سپټمبر کې مرګ ژوبله د اګسټ پر تله نږدې ۵۰ سلنه کمه وه

کابل (پژواک، ١٥ تله ۹۶): افغانستان کې تېره (سپټمبر) مياشت ٢٠٣ بريدونو کې څه باندې ١٨٠٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او دغه شمېره ښيي چې د وړمې (اګسټ) مياشتې په پرتله تېره میاشت مرګ ژوبله ٤٠ سلنه کمه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې سپټمبر کې د اګسټ په پرتله د بريدونو شمېر ډېر نه دى کم شوى. وړمه اګسټ مياشت کې په ٣٠ ولايتونو کې ٢١٥ بريدونه ترسره شوي وو.

د روان ميلادي کال په تېره سپټمبر مياشت کې د پژواک خبري اژانس خپاره شوي راپورونه چې د بېلابېلو سرچينو د څرګندونو له مخې برابر شوي، ښيي چې د دې مياشتې بريدونه او نښتې د هېواد له ٣٤ ولايتونو څخه په ٣١ ولايتونو کې شوي دي.

د سپټمبر له بريدونو څخه ٧٤ مخامخ نښتې، ٥٥ هدفي او ٤٠ هوايي بريدونه، ٢٧ بېلابېلې چاودنې او ٧ ځانمرګي بريدونه دي.

login or register a new account.