کابل (پژواک، ١٥ تله ۹۶): افغانستان کې تېره (سپټمبر) مياشت ٢٠٣ بريدونو کې څه باندې ١٨٠٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او دغه شمېره ښيي چې د وړمې (اګسټ) مياشتې په پرتله تېره میاشت مرګ ژوبله ٤٠ سلنه کمه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې سپټمبر کې د اګسټ په پرتله د بريدونو شمېر ډېر نه دى کم شوى. وړمه اګسټ مياشت کې په ٣٠ ولايتونو کې ٢١٥ بريدونه ترسره شوي وو.
د روان ميلادي کال په تېره سپټمبر مياشت کې د پژواک خبري اژانس خپاره شوي راپورونه چې د بېلابېلو سرچينو د څرګندونو له مخې برابر شوي، ښيي چې د دې مياشتې بريدونه او نښتې د هېواد له ٣٤ ولايتونو څخه په ٣١ ولايتونو کې شوي دي.
د سپټمبر له بريدونو څخه ٧٤ مخامخ نښتې، ٥٥ هدفي او ٤٠ هوايي بريدونه، ٢٧ بېلابېلې چاودنې او ٧ ځانمرګي بريدونه دي.
د پژواک موندنې ښيي چې د يادې مرګ ژوبلې له هرو ٢٣ تنو څخه دوولسو ته په مخامخ نښتو، شپږو ته په هوايي بريدونو، دوو، دوو ته په چاودنو او هوايي بريدونو او يوه ته په ځانمرګي بريدونو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
var divElement = document.getElementById('viz1507350562323'); var vizElement = divElement.getElementsByTagName('object')[0]; vizElement.style.minWidth='300px';vizElement.style.maxWidth='650px';vizElement.style.width='100%';vizElement.style.minHeight='260px';vizElement.style.maxHeight='560px';vizElement.style.height=(divElement.offsetWidth*0.75)+'px'; var scriptElement = document.createElement('script'); scriptElement.src = 'https://public.tableau.com/javascripts/api/viz_v1.js'; vizElement.parentNode.insertBefore(scriptElement, vizElement);
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










