ژبه

د “ډيورنډ نامنلې کرښه” تر سرليک لاندې سيمينار ترسره شو

مزارشريف (پژواک ۲۰ لړم، ۹۶): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې "ډيورنډ نامنلې کرښه" تر سرليک لاندې سيمينار جوړ شو.

دغه سيمينار چې د "بلخ ادبي خوځښت" فرهنګي مرکز او "لوی افغانستان" تحريک له خوا جوړ شوى و، د بلخ د مدني فعالانو ترڅنګ په کې د پوهنتون استادانو او محصلينو هم برخه اخيستې وه.

مدني فعال اکبر باچا د سيمينار ګډونوالو ته د وړاندې شوې مقالې په اوږدو کې وويل، د ډيورنډ کرښه له مطرح کېدو تر دې دمه افغانانو نه ده منلې.

نوموړي زياته کړه، د پاکستان له رامنځ ته کېدو سره پاکستاني حکومتونو بار بار د وخت له افغان حکومتونو د ډيورنډ د رسمي کېدو غوښتنې په مستقيمه او غير مستقيمه توګه کړې دي.

خو د هغه په وينا، تر دې دمه هېڅ افغان حکومت پاکستان ته په دې تړاو مثبت ځواب نه دی ورکړى.

اکبر باچا زياته کړه: ((حکومتونه د دغې کرښې پر وړاندې د زغرده فيصلې کولو حق ځکه نه لري، چې دا د کرښې دواړو غاړو ولسونو پورې تړلی حق دی.))

د بلخ پوهنتون استاد سيرت نوري بيا د ډيورنډ پر وړاندې د نامسوولو کسانو څرګندونو په تړاو د افغان حکومتونو پاملرنه اړينه وبلله.

نوموړي زياته کړه، افغان حکومت مسووليت لري، چې د ډيورنډ نامنل شوې کرښې د منلو په تړاو د هر ډول څرګندونو په خلاف غږ پورته کړي.

ليکوال جاوېد واک په خپله مقاله کې د لوی افغانستان په تړاو د مبارزې ژوندي ساتل اړين وبلل.

login or register a new account.