Language

د هېواد په کچه د ښارونو د وضعیت د ښه کېدو لپاره ډېر کار ته اړتیا ده

کندهار (پژواک، ۲۳ لړم ۹۶): په کندهار کې د ښاروالانو په ملي کنفرانس کې د هېواد په کچه د ښارونو پر اوسني وضعیت اندېښنه وښودل شوه او ټینګار وشو چې په ښارونو کې د وضعیت د ښه کېدو لپاره باید ډېر کار وشي.

د ښاروالانو ملي کنفرانس چې د هېواد د ۳۴ ولایتونو د ښاروالانو تر څنګ د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د ښاروالیو چارو معین عبدالباقي پوپل او یو شمېر نورو چارواکو او مخورو په کې ګډون کړی وو، نن په کندهار ښاروالۍ کې جوړ شوی و.

د دغه کنفرانس موخه د ښارونو د روان وضعیت د ستونزو څېړنه، د حل لارو په ګوته کول او مطالعاتي سیر و.

د کندهار ښاروال انجنیر روښان ولسمل کنفرانس ته په خپله وینا کې وویل، د ښاروالانو د ملي کنفرانس موخه دا ده چې د هېواد په کچه د ښارونو روان وضعیت وڅېړل شي او شته ستونزو ته حل لارې په توګه شي.

هغه زیاته کړه، د هېواد په کچه د ښارونو وضعیت په ښه حالت کې نه دی چې د بدلون او سمون لپاره یې ډېر کار ته اړتیا ده.

د ښاروالیو چارو معین عبدالباقي پوپل وویل، د هېواد په کچه ډېرو ښاروالانو د اړوندو ښارونو د پرمختیا لپاره ډېر کار کړی، خو د کندهار ښاروالي انجنیر روښان ولسمل تر ټولو وړاندې دی.

ده زیاته کړه، کندهار ښاروال او ټیم یې توانېدلی چې خپل عواید ۳۰۰ سلنه ډېر کړي او د ښار په ۱۵ ناحیو کې متوازنه پرمختیا رامنځته کړي.

پوپل خبر ورکړ چې که د هېواد په کچه د ښاروالیو خدمات او د حکومتولۍ اړوندې چارې له تېرو دوو نیمو کلونو راهیسې وڅېړل شي، نو د مخکنیو کلونو په پرتله په کې ډېر ښه والی راغلی دی.

دی وايي، د پخوا په پرتله د ښاروالیو عواید لوړ شوي، د خدماتو په وړاندې کولو کې سرعت او کیفیت ډېر شوی او د ښاروالیو د کاري ټیمونو وړتیاوې لوړې شوي دي.

نوموړي له تاجرانو، مخورو، دیني عالمانو، مدني فعالانو او عامو ښاریانو وغوښتل چې د خپل ژوند د ښه والي په موخه د خپلو ښاروالیو ملاوې وتړي.

د کندهار والي زلمي ویسا وویل، د کندهار ښاریانو د ښار په پرمختیا کې ډېر ونډه اخیستې او د تېر په پرتله دغلته په پراخه کچه د بیارغونې کارونه شوي دي.

دی وايي، د بریالیو ښاروالیو راز دا دی چې له ولس سره ګډه ژبه پیدا کړي.

login or register a new account.

Related Topics