Language

بلخ کې د زغم نړیواله ورځ ونمانځل شوه

مزارشريف (پژواک، ۲۵ لړم ۹۶): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د زغم نړيواله ورځ ونمانځل شوه.

د يادې نمانځنې ګډنوالو وويل چې په افغانستان کې د قومونو، سياسي ډلو او مذهبونو تر منځ نه همغږي او د يو بل پر وړاندې نه زغم د هر اړخيزو ستونزو لامل دی.

ياده نمانځنه د لړم په ۲۵مه د افغانستان د غوره راتلونکې پراختيايي موسسې له خوا د لړم په ۲۵مه وشوه چې ديني عالمانو، مدني فعالانو او د پوهنتون استادانو په کې برخه اخيستې وه.

د يادې موسسې مسوولې مبينې اکبري پژواک خبري اژانس ته وويل، دوی درک کړې چې د افغانانو د بېلابېلو اړخونو تر منځ زغم او د يو بل د منلو درک کمزوری دی.

نوموړې زياته کړه، پر دې باور دي چې که چېرې د يو بل پر وړاندې زغم پيدا شي، نو افغانان به د ډېرو ټولنيزو او سياسي ستونزو د حل پر موندلو وتوانېږي.

ديني عالم امرالدين ايزديار غونډې ته د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل چې اسلام له افراط او تفريط څخه لرې دين دی.

نوموړي زياته کړه: ((نو له همدې امله موږ بايد د يو بل پر وړاندې زغم وکړو.))

د هغه په وينا، په وړو وړو مسايلو کې د افغانانو يو بل ته نه تېرېدنه د دې لامل شوې چې په سترو بدبختيو واوړي.

د بلخ د ځوانانو چارو امر عظيم الحق عظيمي بيا وويل چې افغانان د قومونو، سياسي ډلو او ان د مذهبونو تر کچې د يو بل پر وړاندې زغم نه کوي.

نوموړي زياته کړه چې تر کومې چې دوی پر دغه هنر پوه شوي نه وي، نو له ستونزو سره به مخ وي. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.