مزارشريف (پژواک، ۲۵ لړم ۹۶): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د زغم نړيواله ورځ ونمانځل شوه.

د يادې نمانځنې ګډنوالو وويل چې په افغانستان کې د قومونو، سياسي ډلو او مذهبونو تر منځ نه همغږي او د يو بل پر وړاندې نه زغم د هر اړخيزو ستونزو لامل دی.

ياده نمانځنه د لړم په ۲۵مه د افغانستان د غوره راتلونکې پراختيايي موسسې له خوا د لړم په ۲۵مه وشوه چې ديني عالمانو، مدني فعالانو او د پوهنتون استادانو په کې برخه اخيستې وه.

د يادې موسسې مسوولې مبينې اکبري پژواک خبري اژانس ته وويل، دوی درک کړې چې د افغانانو د بېلابېلو اړخونو تر منځ زغم او د يو بل د منلو درک کمزوری دی.

نوموړې زياته کړه، پر دې باور دي چې که چېرې د يو بل پر وړاندې زغم پيدا شي، نو افغانان به د ډېرو ټولنيزو او سياسي ستونزو د حل پر موندلو وتوانېږي.

ديني عالم امرالدين ايزديار غونډې ته د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل چې اسلام له افراط او تفريط څخه لرې دين دی.

نوموړي زياته کړه: ((نو له همدې امله موږ بايد د يو بل پر وړاندې زغم وکړو.))

د هغه په وينا، په وړو وړو مسايلو کې د افغانانو يو بل ته نه تېرېدنه د دې لامل شوې چې په سترو بدبختيو واوړي.

د بلخ د ځوانانو چارو امر عظيم الحق عظيمي بيا وويل چې افغانان د قومونو، سياسي ډلو او ان د مذهبونو تر کچې د يو بل پر وړاندې زغم نه کوي.

نوموړي زياته کړه چې تر کومې چې دوی پر دغه هنر پوه شوي نه وي، نو له ستونزو سره به مخ وي.

د پوهنتون استاد محمد ياسين احسان وويل چې زغم، ټولنيز نږدېوالي ته لاره هواروي.

نوموړي زياته کړه چې که چېرې افغانان يو بل ته د زغم له لارې، په ټولنيزه توګه سره نږدې شي، نو د ډېرو سياسي ستونزو د حل لپاره به هم لارې ومومي.