Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

” حکومت دې د پاکستان د راکټي بريدونو ستونزه له ديپلوماټيکې لارې حل کړي”

” حکومت دې د پاکستان د راکټي بريدونو ستونزه له ديپلوماټيکې لارې حل کړي”

author avatar
20 Nov 2017 - 17:46
” حکومت دې د پاکستان د راکټي بريدونو ستونزه له ديپلوماټيکې لارې حل کړي”
author avatar
20 Nov 2017 - 17:46

کابل(پژواک،٢٩لړم٩٦): يوشمېر مدني فعالانو پر کونړ ولايت د پاکستان د راکټي بريدونو په اعتراض کې په کابل کې لاريون وکړ او له حکومت څخه يې وغوښتل چې دغه ستونزه دې له ديپلوماټيکې لارې حل کړي.

د راپورونو له مخې، پاکستاني پوځيانو په تېرو اوو ورځو کې د کونړ پر سرحدي ولسواليو له ١٥٠٠ډېر توغندي ويشتلي چې له امله يې سلګونه کورنۍ کډه شوې او لسګونه ولسي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دې مدني فعالانو چې شمېر يې شاوخوا سل تنه و، نن سهار د عيدګاه جومات په انګړ کې غونډه وکړه او "پاکستانه شيطاني حرکتونه دې بند کړه"،"مرګ پر پاکستان"،" پاکستان په نړۍ کې د وحشت سمبول دى" شعارونه يې ورکول.

د افغانستان د ارادې او بدلون بنسټ مشر نصير احمد اخترزي چې د نورو لاريون کوونکو په استازيتوب يې خبرې کولې وويل چې د پاکستان ترهګر پال نظام، په نړۍ کې د بشري حقونو تر ټولو ستر سرغړونکى دى.

هغه د ملي يووالي حکومت له مشرانو وغوښتل چې د پاکستان پروړاندې دې خپل بهرنى سياست بدل کړي او ددغه هېواد د پوځيانو د راکټي بريدونو د مخنيوي لپاره دې  اقدام وکړي.

په دغې اعتراضي غونډه کې د عدالت بهير بنسټ مشرې حميدې وردګ د افغان حکومت او امريکا ترمنځ د امنيتي هوکړه ليک لاسيلک ناقص وباله.

هغې پژواک ته وويل:((ددغه هوکړه ليک له مخې بايد امريکا له افغانستان سره په امنيتي او اقتصادي برخه کې ملګرتيا وکړي؛ خو امريکا برعکس ددغه هوکړه ليک پر يوې مادې هم عمل نه دى کړى.)

مېرمن وردګ د خپلو خبرو په دوام کې وويل چې بايد له امريکا سره د افغان حکومت پر امنيتي تړون له سره غور وشي؛ ځکه چې دې هوکړه ليک په هېواد کې هېڅ مثبته اغېزه نه ده درلودلې.

له بلې خوا سياسي فعال امين ځاځي وويل:" پاکستان د افغانستان پر خاوره د تېري جرئت لري او دغه جرئت امريکا ورکړى چې په ښکاره د افغانستان پر خاوره راکټي بريدونه وکړي."

نوموړې زياته کړه که امريکا د افغانستان پر خاوره د پاکستاني پوځيانو د راکټي بريدونو مخالفه وي، نو ولې غلې ده.

هغې د ملي يووالي حکومت له مشرانو وغوښتل چې بايد افغانان د بهرنيو هېوادونو له تېري څخه وژغوري.

په پاى کې د افغانستان پرخاوره د پاکستاني پوځيانو د راکټي بريدونو په اعتراض کې پرېکړه ليک ولوستل شو.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.