کابل (پژواک، ٢٩ لړم ٩٦): د ولسي جرګې يو شمېر غړي وايي، کوم کسان چې د بلوا ضد قطعې کسانو د جذب په اړه "له تبعيض ډک" مکتوب کې لاس لري؛ بايد څارنوالۍ ته ور وپېژندل شي.
د عامه نظم قوماندانۍ په مکتوب کې چې د "لومړۍ نمبر" لوا قوماندانۍ ته ليکل شوى، راغلي: "د هېواد د ولسمشرۍ ماڼۍ د حکم پر بنسټ، د کابل د ١٠١ اسمايي زون قوماندانۍ چوکاټ کې د بلوا ضد يوه ٥٠٠ کسيزه قطعه جوړه شوې، نو لارښوونه کېږي چې په ٢٤ ساعتونو کې د هغو افسرانو او ساتنمنانو د شهرت جدول چې د تاجکو له مليت استثنا د هزاره، ازبک، پښتون او نورو مليتونو څخه وي، ترتيب او برېښناليک باندې راولېږې." چې دغه مکتوب د عامه نظم او امن د عمومي قوماندان پاسوال عبدالفتاح له لوري لاسليک شوى دى.
د عامه نظم قوا د ريزرف کنډک قوماندان، پر دې سربېره چې له قومونو سره دوه ګونى چلند رد کړى، ليکلي يې دي چې په ياد مکتوب کې د ليکنې تېروتنه شوې او زياته کړې يې ده، چې د عامه نظم پوليسو په ليکو کې د تاجکو مليت فعاله حضور لري او کمښت يې نه احساسيږي.
د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د يادې موضوع په اړه بحث وشو.
په ولسي جرګه کې د کونړ استازي صالح محمد صالح وويل، په نظام کې ځينې کړۍ هڅه کوي، څو قومي مسايلو ته په لمن وهلو سره نفاق رامنځته کړي.
هغه زياته کړه، د عامه نظم قوماندانۍ دغه مکتوب تعصب او غيرقانوني عمل ګڼل کېږي. هغه وويل، کوم کسان چې دا ډول مسايلو ته لمن وهي؛ بايد قانوني چلند ورسره وشي.
په دغه جرګه کې د پنجشېر استازي ظهير سعادت هم وويل، د عامه نظم قوماندانۍ په دغه مکتوب کې په ښکاره ډول تبعيض تر سترګو کېږي.
هغه زياته کړه: "هڅه کېږي چې د امنيتي ځواکونو له ليکو يو قوم وباسي او دا هيڅکله هم د منلو وړ نه ده."
هغه وويل، ولسي جرګه بايد د يادې موضوع د تعقيب لپاره يوه پلاوي ته دنده وسپاري او کوم کسان چې د ياد مکتوب په اړه مسووليت لري؛ بايد څارنوالۍ ته وروپېژندل شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP