کابل (پژواک، ٢٩ لړم ٩٦): د ولسي جرګې يو شمېر غړي وايي، کوم کسان چې د بلوا ضد قطعې کسانو د جذب په اړه "له تبعيض ډک" مکتوب کې لاس لري؛ بايد څارنوالۍ ته ور وپېژندل شي.
د عامه نظم قوماندانۍ په مکتوب کې چې د "لومړۍ نمبر" لوا قوماندانۍ ته ليکل شوى، راغلي: "د هېواد د ولسمشرۍ ماڼۍ د حکم پر بنسټ، د کابل د ١٠١ اسمايي زون قوماندانۍ چوکاټ کې د بلوا ضد يوه ٥٠٠ کسيزه قطعه جوړه شوې، نو لارښوونه کېږي چې په ٢٤ ساعتونو کې د هغو افسرانو او ساتنمنانو د شهرت جدول چې د تاجکو له مليت استثنا د هزاره، ازبک، پښتون او نورو مليتونو څخه وي، ترتيب او برېښناليک باندې راولېږې." چې دغه مکتوب د عامه نظم او امن د عمومي قوماندان پاسوال عبدالفتاح له لوري لاسليک شوى دى.
د عامه نظم قوا د ريزرف کنډک قوماندان، پر دې سربېره چې له قومونو سره دوه ګونى چلند رد کړى، ليکلي يې دي چې په ياد مکتوب کې د ليکنې تېروتنه شوې او زياته کړې يې ده، چې د عامه نظم پوليسو په ليکو کې د تاجکو مليت فعاله حضور لري او کمښت يې نه احساسيږي.
د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د يادې موضوع په اړه بحث وشو.
په ولسي جرګه کې د کونړ استازي صالح محمد صالح وويل، په نظام کې ځينې کړۍ هڅه کوي، څو قومي مسايلو ته په لمن وهلو سره نفاق رامنځته کړي.
هغه زياته کړه، د عامه نظم قوماندانۍ دغه مکتوب تعصب او غيرقانوني عمل ګڼل کېږي. هغه وويل، کوم کسان چې دا ډول مسايلو ته لمن وهي؛ بايد قانوني چلند ورسره وشي.
په دغه جرګه کې د پنجشېر استازي ظهير سعادت هم وويل، د عامه نظم قوماندانۍ په دغه مکتوب کې په ښکاره ډول تبعيض تر سترګو کېږي.
هغه زياته کړه: "هڅه کېږي چې د امنيتي ځواکونو له ليکو يو قوم وباسي او دا هيڅکله هم د منلو وړ نه ده."
هغه وويل، ولسي جرګه بايد د يادې موضوع د تعقيب لپاره يوه پلاوي ته دنده وسپاري او کوم کسان چې د ياد مکتوب په اړه مسووليت لري؛ بايد څارنوالۍ ته وروپېژندل شي.
نوموړي زياته کړه: "په اوسني نظام کې سيسټماتيک تبعيض خپل اوج ته رسېدلى، که چېرې يې مخه ونه نيول شي نو د قومونو ترمنځ به ژبنۍ او قومي جګړه پيل شي."
د غزني د خلکو استازي عارف رحماني هم وويل، چې د افغانستان خلک له يو ډول سيستماتيک تبعيض سره مخ دي.
خو جرګه کې د کابل استازي رمضان بشردوست وويل، ځينې کسان د خپل قوم لپاره د امتياز اخيستو په لټه کې دي.
هغه زياته کړه: "يوه ورځ هم داسې کوم وکيل چې نن قومي مسايلو ته لمن وهي، راپورته نه شو، چې له ګوجر، بلوچ او پشه يى قوم سره تبعيض کېږي؛ ان تر دې چې په اوسني نظام کې يو رييس هم نه لري."
هغه د خبرو په دوام کې وويل: "راځئ عادل واوسو او د ټولو قومونو لپاره عدالت او برابري وغواړو او که چېرې هم د بل قوم لپاره عدالت وغواړو؛ هغه مهال بيا وطن جوړيږي."
د ولسي جرګې لومړي مرستيال همايون همايون چې د نننۍ ناستې مشري يې پر غاړه درلوده، وويل: "تبعيض د ترهګرۍ په شان د يوه هېواد لپاره خطرناک دى او ډېرى هېوادونو ترهګرۍ او تبعيض په يوه کټګورۍ کې حساب کړي؛ موږ بايد په يوه قانون کې د تبيعض موضوع ځاى پر ځاى کړو."
د هغه په وينا، څوک چې له تبعيض ډکو مسايلو ته لمن وهي او دا کار د نفاق لامل ګرځي؛ بايد عدلي او قضايي ارګانونو ته ورمعرفي شي.
د عامه نظم ځواک د ريزرف کنډک قوماندان سمونوال عبدالبشير نجيمي پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي:"په دې وروستيو کې د عامه نظم او امن پوليسو له ادرسه يو ليک په ځينو ټولنيزو سايټونو کې لاس په لاس کېږي، چې ګني د کابل د عامه نظم د قطعې په ليکو کې د کسانو په جذب کې ناسم چلند کېږي؛ دا موضوع په بشپړه توګه بې بنسټه ده.
د دې خبرې په منلو سره چې د دغه ليک په ليکنه کې تېروتنه شوې، دغه راز نه دي ويل شوي، چې د امن او عامه نظم قطعې په چوکاټ کې د تاجکو له قوم پوره کسان شتون لري او اړتيا ده چې د يادې قطعې د قومي جوړښت د بشپړوالي لپاره بايد نور قومونه هم په دغه قطعه کې شامل شي، چې له بده مرغه دغه کار ته په اشارې نه کولو سره له ياد مکتوب ناسم برداشت شوى دى.
لکه څرنګه چې ټول پوهېږي د امن او عامه نظم پوليسو په ليکو کې چې د مرکز او ولايتونو د عامه نظم د قطعو په جوړښت کې جذب کېږي، د تاجکو له محترم مليت فعاله ونډه اخيستل شوې او کمى يې نه احساسيږي، نو پر دې بنسټ، هغه ادعا چې ګني د کابل د عامه نظم قطعې کې د کسانو په ګومارنه کې دوه ګونى چلند کېږي؛ بې بنسټه او له حقيقته لرې کار دى."
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










