لښکرګاه (پژواک، ۳ لیندۍ ۹۶): هلمند د کرکټ د لوبو لپاره د معياري لوبغالي د بنسټ ډبره کېښودل شوه، دغه راز په دغه ولایت کې د معتادینو د ۱۸۰ بستریز روغتون چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د افغانستان د کرګټ بورډ رييس شکرالله عاطف مشعل د لیندۍ په ۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه لوبغالی به د لښکرګاه ښار په صافيانو سيمه کې په معياري ډول د يوه کال په موده کې جوړ شي.
د ده په وينا، د دغه لوبغالي جوړولو لګښت چې ۶۵۰زره ډالره کېږي، له نشه یي توکو سره د مبارزې وزارت ورکوي.
هغه زياته کړه چې د دغه لوبغالي تر څنګ به يوه اکاډمي او ځيني نور د اړتيا وړ برخي د کرکټ بورډ له خوا جوړ شي.
د مشعل په خبره چې په هلمند کې د کرکټ مينه وال زيات دي او د وړتیا په ښودو به ځيني ملي ټېم ته هم لاره پیدا کړي.
په همدي اړه جوړ نیول شوو مراسمو کې له نشه يې توکو سره د مبارزي وزيرې سلامت عظمي وويل چې د هلمند هوا او سيمه د کرکټ لپاره مباسبه ده او له کرکټ بورډ سره یې د دغه لوبغالي په جوړېدو کې مشوره کړې ده.
د اغلې عظيمي په وينا، دوی به له ولايت او کرکټ بورډ سره په ګډه له دې پروژې څارنه کوي او د هر ډول فساد مخه به نیسي.
په هلمند کې يوه لوبغاړي فريدون وويل چې په دغه ولايت کې سلګونه ځوانان په غير معياري لوبغالو کي د کرکټ لوبې کوي.
د ده په وينا، که چېرې ياد ميدان جوړ شي، د يادې لوبې مينه وال ځوانان به ښه روزنه ترلاسه کړي او تشويق به شي.
دغه راز د یوه بل خبر له مخې، په هلمند ولایت کې د معتادينو لپاره ۱۸۰ بستریز روغتون جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
له نشه يې توکو سره د مبارزې وزيرې سلامت عظمي دغه ولايت ته د خپل سفر پر مهال وويل دغه روغتون د ۱۸۰ بسترونو په ظرفيت جوړ شوی او ټولې اړتياوې يې په پام کې نيول شوې دي.
د هغې په وينا چې په دغه روغتون کې د ډاکټرانو لپاره کورونه، ليلیې، د حرفوي زده کړو مرکز او نورې بېلابېلې اسانتیاوې شته.
غظیمي وویل چې پر دغه روغتون له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت له خوا څلورنيم ميليونه امريکايي ډالره لګښت شوی دی.
د دې ولایت د عامي روغتيا سرپرست رييس ډاکتر مولاداد توبه ګار وويل، دوی به د اوس لپاره له دغه روغتون څخه د ۲۵۰ بستره لپاره کار واخلي خو وايي چې لا هم په دې برخه کې نورو امکاناتو ته اړتیا ده.
د هلمند والي حیات الله حیات وويل، دا چې په هلمند کې نشه يې توکي ډېر توليدېږي نو روږدي هم ډېر دي او د درملنې لپار يې بايد بل کمپلېکس هم جوړ شي.
د يادونې ده، دا مهال په دغه ولايت کې يو بل ۲۰۰ بستريز روغتون هم د معتادينو لپاره خدمات وړاندې کوي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









