کابل (پژواک ٤ ليندۍ ٩٦): ولسمشر غني وايي، له هغو افرادو او ډلو سره چې خلک ځوروي، پرېکنده چلند وکړي.
نوموړي دغه خبرې، نن ماښام د فاریاب ولایت د دولت اباد ولسوالۍ د خیراباد کلي له څو مشرانو سره په کتنه کې کړې دي.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغه کتنه چې په ارګ کې وشوه، هغوی د امنیتي او سیمه ییزه ستونزو او دغه راز د غیر مسوولو وسله والو د ناوړه چلند په اړه خبرې وکړې.
یادو مشرانو د امنیت د ټینګښت د غوښتنې ترڅنګ، په خیراباد کلي کې وروستیو پېښو ته د رسیدګۍ او د عاملینو پر مجازاتو ټینګار وکړ.
ولسمشر غني د دوی د غوښتنو او وړانديزونو له اورېدو وروسته، د دې مشرانو د صبر او حوصلې مننه وکړه او وې ویل، د افغانستان اساسي قانون د ټولو هېوادوالو پر حقونو ټینګار کوي.
هغه زیاته کړه: "افغانستان د ټولو هېوادوالو لپاره د امن کور دی او زه به د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندان په توګه له هغو افرادو او ډلو سره چې خلک ځوروي، قاطع چلند وکړم."
د ده په وينا، حکومت یاده موضوع تعقیبوي او د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې به د هغو پر وړاندې چې د خلکو د ځورونې لامل ګرځي، اقدام کېږي.
دغه راز ده ويلي، په ټولو سیمه ییزه ادارو کې هراړخیز اصلاحات راشي، ترڅو د دې ډول پېښو د تکرار مخنیوي وشي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن