پل علم(پژواک،٧ليندۍ٩٦): د ملي امنيت کارکوونکو د لوګر د پوهنې رياست د تادياتو مسوول د بډو اخيستو په تور نيولى دى.
د لوګر د والي وياند سليم صالح د ليندۍ په اوومه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنيت کارکوونکو پرون د پوهنې رياست د مالي او اداري مديريت د تادياتو مسوول د بډو اخيستو په تور نيولى دى.
هغه وايي: (( دغه کس صفي الله نوميږي، د تادياتو د برخې مسوول دى، له مراجعينو څخه به يې د قانوني کار د ترسره کولو لپاره پيسې اخيستې.))
د صالح په وينا، صفي الله هغه مهال د ملي امنيت د کارکوونکو له لوري لاس په لاس ونيول شو چې له يو کس څخه يې د قانوني کار د ا جرا په بدل کې اووه زره افغانۍ اخيستې.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، صفي الله به ډېرى وخت د مراجعينو کارونه له دې امله ځنډول ترڅو پيسې ترې ترلاسه کړي.
د صالح په خبره، نيول شوي کس د ملي امنيت د کارکوونکو د څېړنو پرمهال پر خپل جرم اعتراف هم کړى دى.
د اړوندې موضوع په اړه د لوګر د پوهنې رياست يوې سرچينې پژواک ته وويل چې د دې رياست يو تن کارکوونکى د ملي امنيت له لوري د بډو اخيستو په تور نيول شوى دى.
د يادونې ده چې څه موده وړاندې هم په لوګر کې د تذکرو مديريت څو تنه کارکوونکي د اداري فساد له امله د ملي امنيت له لوري ونيول شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP