منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۹ غ.م
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د لوګر د پوهنې رياست يو کارمند د بډو اخيستو په تور ونيول شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۳ کتنې

پل علم(پژواک،٧ليندۍ٩٦): د ملي امنيت کارکوونکو د لوګر د پوهنې رياست د تادياتو مسوول د بډو اخيستو په تور نيولى دى.

د لوګر د والي وياند سليم صالح د ليندۍ په اوومه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنيت کارکوونکو پرون د  پوهنې رياست د مالي او اداري مديريت د تادياتو مسوول د بډو اخيستو په تور نيولى دى.

هغه وايي: (( دغه کس صفي الله نوميږي، د تادياتو د برخې مسوول دى، له مراجعينو څخه به يې د قانوني کار  د ترسره کولو لپاره پيسې اخيستې.))

د صالح په وينا، صفي الله هغه مهال د ملي امنيت د کارکوونکو له لوري لاس په لاس ونيول شو چې له يو کس څخه يې د قانوني کار د ا جرا په بدل کې اووه زره افغانۍ اخيستې.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، صفي الله به ډېرى وخت د مراجعينو کارونه له دې امله ځنډول ترڅو پيسې ترې ترلاسه کړي.

د صالح په خبره، نيول شوي کس د ملي امنيت د کارکوونکو د څېړنو پرمهال پر خپل جرم اعتراف هم کړى دى.

د اړوندې موضوع په اړه د لوګر د پوهنې رياست يوې سرچينې پژواک ته وويل چې د دې رياست يو تن کارکوونکى د ملي امنيت له لوري د بډو اخيستو په تور نيول شوى دى.

د يادونې ده چې څه موده وړاندې هم په لوګر کې د تذکرو مديريت څو تنه کارکوونکي د اداري فساد له امله د ملي امنيت له لوري ونيول شول.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه