ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تګاب کې پنځه  وسله وال  نيول شوي

په تګاب کې پنځه وسله وال نيول شوي

author avatar
1 Dec 2017 - 14:07
په تګاب کې پنځه  وسله وال  نيول شوي
author avatar
1 Dec 2017 - 14:07

محمودراقي(پژواک، ۱۰ ليندۍ ۹۶):د کاپيسا چارواکي وايي چې امنيتي ځواکونو په تګاب ولسوالۍ کې پنځه وسله وال له وسلو او چاودېدونکو توکو سره نيولي دي.

د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کسان يې تېر مازيګز د تګاب د احمد زيو په سيمه کې نيولي دي.

هغه زياته کړه:« د تګاب په جنوب کې د سيمه ييزو پوليسو او وسله والو تر منځ هره ورځ جګړه روانه وي، ځينې وسله وال د سيمې ليکو ته ورتلل چې پنځه تنه يې د عامه نظم پوليسو په کمين کې نيول شوي، له دوی سره وسلې ، بمونه او نور چاودېدونکي مواد هم نيول شوي دي.»

د سيمې يو تن اوسېدونکي شاکر پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ په ډېرو نا امنو سيمو کې وسله وال په موټر سايکلونو تګ او راتګ کوي چې تېره مازيګر يو شمېر وسله وال مخالفين د پوليس له خوا نيول شوي خو کره شمېره يې معلومه نه ده.

د نوموړي په وينا، د تګاب د جنوبي سيمې د جګړې لپاره له نورو ولايتونو څخه هم ځينې وسله وال راغلي دي.

په دې اړه وسله والو مخالفينو تر اوسه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د يادونې ده چې له  تېر يو کال راهيسې د تګاب په جنوبي برخه کې د امنيتي ځواکونو او د حکومت د وسله والو مخالفينو تر منځ جګړې روانې دي او ډېرى خلکو خپلې سيمې پرېښې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.