Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

يوه پوليس خپله مېرمن او خواښې وژلي او بل پوليس بيا قاتل وژلى

تالقان (پژواک، ١١ ليندۍ ٩٦) : د تخار ولايت يو تن اوسېدونکي د خپلې کورنۍ د دوو کسانو قاتل په روغتون کې وواژه.

د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند سمونیار عبدالخلیل اسیر د ليندۍ په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره ورځ د خواجه بهاءالدين ولسوالۍ په مغولانو سیمه کې یو سیمه ییز پولیس خپله مېرمن او خواښې پر  ډزو سره  وژلي دي.

هغه زياته کړه چې وژونکی د تېښتې پر مهال د پولیسو پر  ډزو  ټپي او بیا د ولسوالۍ په روغتون کې تر درملنې لاندې و.

د اسير په وينا، د وژل شوې مېرمنې ماما چې دی هم سیمه ییز پولیس دی له خپل ټوپک سره روغتون ته ورغلی او  قاتل يې پر  ډزو   وژلى دى.

د خواجه بهاءالدین ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي نظام الدین پژواک ته وویل چې دغه دواړه مېرمنې په زخمي حالت کې روغتون ته لېږدول شوې وې، چې هلته یې بیا سا ورکړه. 

هغه زياتوي، د وژل شوې مېرمنې ماما ته د روغتون ساتونکو اجازه ورکړې وه، چې له وسلې سره روغتون ته ننوځي.

خو د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند وایي چې دویم قاتل هم د پولیسو له لوري نیول شوی او د پېښې په تړاو پلټنې پیل شوې دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.