مزارشريف (پژواک، ۱۲ ليندۍ ۹۶): د شمال زون د شاهين قول اردو مسوولينو په روان کال کې تر دې دمه د ۳۶۰۰ مخالفينو د وژلو او د ۲۵۰۰ مخالفينو د ټپي کېدو ادعا وکړه.
د يادې قول اردو قوماندان جنرال امان الله مبين، له دغې قول اردو څخه د څه باندې ۶۰۰ سرتېرو په فراغت غونډه کې وويل، په شمال زون کې يې پر دښمن د جګړې ټولې لارې بندې کړې دي.
ده زياته کړه، طالبانو د پېښور شورا په مرسته کوښښ روان کړی و، چې د روان کال په اوږدو کې بايد د شمال زون ځينې برخې سقوط کړي.
د هغه په وينا، دوی يې ټول پلانونه شنډ کړل او د جګړې ټولې لارې يې پرې بندې کړې دي.
جنرال مبين وويل، په دغه زون کې په روان کال کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې لسګونه چاڼيز عمليات تر سره شوي دي.
د ده په خبره، د همدې عملياتو په ترڅ کې يې دښمن ته سخت زيانونه اړولي دي.
هغه وويل، د روان کال په تېرو اتو مياشتو کې يې ۳۶۰۰ وسله وال مخالفين وژلي او ۲۵۰۰ نور يې ټپيان کړي دي.
نوموړي همداراز د ۵۰۰ وسله والو مخالفينو د ژوندي نيولو خبر هم ورکړ.
هغه د شمال زون په جوزجان او فارياب ولايتونو کې د داعش وسله والو شتون تاييد کړ؛ خو ډاډ يې ورکړ چې ډېر ژر به يې د طالبانو په څېر وځپي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP