کابل (پژواک، ۱۴ ليندۍ ۹۶): ولسمشر د "ټولنې روغتيايي کار کوونکو ملي ورځې" د نمانځنې په مراسمو کې د ميندو او ماشومانو د مړينې په کمېدو او د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په لوړېدو کې د روغتيايي کار کوونکو رول رغنده وباله او د عامې روغتيا وزارت له دولته د روغتيايي کار کوونکو د ټينګ ملاتړ غوښتنه وکړي.
د عامې روغتيا وزارت دغه ورځ نن له روغتيايي کارکوونکو د ملاتړ په نوم چې د روغتيايي سيستم د لومړۍ کرښې فعالان يې بللي، ونمانځله.
د ولسمشر محمد اشرف غني په پيغام کې چې په دغو مراسمو کې ولوستل شو، راغلي: "د ټولنې پر ګډون ولاړ روغتيايي پروګرام چې د رضاکارو روغتيايي کار کوونکو له خوا پر مخ وړل کېږي، د خلکو او ټولنې رول په کې څرګند دی او د افغان دولت مشرتابه ورڅخه کلک ملاتړ کوي او ستايي يې."
د دغه پيغام په بله برخه کې ويل شوي چې د ټولنې روغتيايي کار کوونکي، د ميندو او ماشومانو د مړينې د کمېدو او د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په لوړېدو کې رغنده رول لري.
د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال ډاکتر فدا محمد پيکان وويل چې دغه وزارت د ټولنې له ۳۰زره ډېر روغتيايي کار کوونکي روزلي او د هغوی په وسيله د استوګنې سيمو، په ځانګړې توګه د هېواد لرو پرتو سيمو ته روغتيايي خدمتونه پراخوي، څو هېوادوال له با کيفيته روغتيايي خدمتونو څخه برخمن شي.
د عامې روغتيا وزارت دغه لوړ پوړي مقام سربېره پر دې چې د ټولنې له روغتيايي کار کوونکو یې د هغوی د کړنو له امله ستاينه يې وکړه، وويل: "د ټولنې روغتيايي کار کوونکي هغه رضاکاران دي چې د ټولنې بر ګډون ولاړ روغتيايي پروګرام د يوه مهم عنصر په توګه، د روغتيايي پوستو له لارې چې لومړني بنسټيز روغتيايي خدمتونه يا BPHSګڼل کېږي، د هېواد په لرو پرتو کليو او بانډو کې لومړني روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي. دې خدمتونو د مېندو او ماشومانو د مړينې د کچې په کمېدو کې رغنده رول لوبولی دی."
ډاکتر پيکان د ټولنې روغتيايي کار کوونکي د ټولنې او روغتيا سکتور تر منځ ارتباطي پل وباله او ويې ويل چې د ټولنې روغتيايي کار کوونکي، د واکسين د ملي کمپاينونو د تطبيق او د کورنيو د تنظيم خدمتونو وړاندې کولو، د سيل درملنې سيستم تعقيب، د بېرته راتګ سيستم پياوړتيا، د معمولو ناروغيو درملنه، د لومړنيو مرستو او روغتيايي تعليماتو وړاندې کولو په لړ کې مشخصې دندې ترسره کوي.
نوموړي له روغتيايي کار کوونکو وغوښتل چې خپلو ارزښتمنو دندو ته په دوام سره، د خپل هېواد د روغتيايي ستونزو په کمولو کې ونډه واخلي او د هېواد روغتيايي سيسټم لا ځواکمن کړي.
د يادو مراسمو په پای کې يو شمېر روغتيايي کار کوونکو ته ستاينليکونه ورکړل شول.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP