کندهار (پژواک، ۱۸ لیندۍ ۹۶): په کندهار کې د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون ادارې، د رسنیو استازو او مدني فعالانو په یوه غونډه کې پرېکړه وکړه چې د بشري سرغړونو د مخنیوي لپاره به په ګډه کار کوي.
په دې غونډه کې د کندهار مرستيال والي اغالالي دستګیري، د بشر حقونو د خپلواک کمېسيون مشر فخرالدین فایض، د ولايتي شورا غړو، مدني فعالانو ، خبريالانو او د رسنيو مسوولينو ګډون کړی وو.
مرستیال والي اغالالي دستګیري د بشري سرغړونو په مخنیوي کې د رسنیو او مدني فعالانو رول مهم وګاڼه او د دې اقدام هرکلی یې وکړ.
هغه رسنۍ او مدني فعالان مکلف وبلل چې په ګډه کار وکړي، بشري سرغړونې په ګوته او پر وړاندې یې غږ پورته کړي.
ده په دې برخه کې د ولایتي ادارې د مرستې په اړه هم ډاډ ورکړ.
خو خبریالانو او د رسنیو استازو بیا شکایت کاوه چې د بشري سرغړونو د پېښو په اړه خبریالانو ته معلومات نه ورکوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن