منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۴۴ غ.و
۱۵°نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

له دې وروسته به د بشري سرغړونو اړوند معلومات له رسنیو نه پټېږي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۷۳ کتنې

کندهار (پژواک، ۱۸ لیندۍ ۹۶): په کندهار کې د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون ادارې، د رسنیو استازو او مدني فعالانو په یوه غونډه کې پرېکړه وکړه چې د بشري سرغړونو د مخنیوي لپاره به په ګډه کار کوي.

 

په دې غونډه کې د کندهار مرستيال والي اغالالي دستګیري، د بشر حقونو د خپلواک کمېسيون مشر فخرالدین فایض، د ولايتي شورا غړو، مدني فعالانو ، خبريالانو او د رسنيو مسوولينو ګډون کړی وو.

 

مرستیال والي اغالالي دستګیري د بشري سرغړونو په مخنیوي کې د رسنیو او مدني فعالانو رول مهم وګاڼه او د دې اقدام هرکلی یې وکړ.

 

هغه رسنۍ او مدني فعالان مکلف وبلل چې په ګډه کار وکړي، بشري سرغړونې په ګوته او پر وړاندې یې غږ پورته کړي.

 

ده په دې برخه کې د ولایتي ادارې د مرستې په اړه هم ډاډ ورکړ.

 

خو خبریالانو او د رسنیو استازو بیا شکایت کاوه چې د بشري سرغړونو د پېښو په اړه خبریالانو ته معلومات نه ورکوي.

 

د کندهار مېشتو خبریالانو په استازیتوب سرور اماني او د نی ساحوي دفتر مسوول سمیع غیرتمل وویل، رسنیو ته د بشري سرغړونو په اړه معلومات نه ورکول په خپله بشري سرغړونو ته لار هواروي.

 

هغوی ټینګار وکړ چې دغه اداره رسنیو ته نه یوازې په دې اړه معلومات ورکړي، بلکې په ګډه کار وکړي څو د خلکو د پوهې کچه لوړه او د بشري سرغړونو پېښې کمي شي.

 

د خبريالانو د خونديتوب کمېټې سيمه یيز مسوول احمدلودين  وویل، د نننۍ ناستې موخه د رسنيو، مدني فعالانو او بشري حقونو د مدافعينو تر منځ د همغږۍ رامنځته کول څو د بشري سرغړونو د مخنیوي لپاره ګډ کار وکړي.

 

د کندهار د ولايتي شورا غړو نعمت الله وفا او محمديوسف يونسي بیا ټینګار وکړ چې د بشري سرغړونو د مخنیوي په برخه کې د نمایشي کارونو پر ځای باید عملي کار وشي.

 

په سوېل کې د بشر حقونو د خپلواک کمېسيون سرپرست فخرالدين فايض وویل، له دې وروسته به د بشري سرغړونو اړوند معلومات له رسنیو نه پټېږي.

 

هغه زیاته کړه، په افغانستان غوندې هېواد کې چې د خلکو د پوهې کچه ټیټه ده داسې ګومان کېږي چې ګواکې بشري حقوق یوه غربي پدیده ده، په داسې حال کې چې دا انساني حقوق دي او په هیڅ توګه د معاملې وړ نه دي.

 

له غونډې وروسته ازاد بحث هم وشو چې په کې د خپلسرو علمیاتو، د بې ګناه خلکو د نیولو په اړه په کې شکایتونه وشول.

 

د بحث ګډونوالو په دې برخه کې د اصلاحاتو پر راوستو او د نيول شوو کسانو د برخليک پر څرګندولو ټينګار وکړ.

 

دغه راز پرېکړه وشوه چې د بشري سرغړونو د مخنیوي په موخه د ګډ کار لپاره به د مدني ټولنو او رسنيو د همغږۍ يو مرکز جوړېږي.

 

په کندهار کې دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې له نن څخه شاوخوا ۶۹ کلونه مخکې د ملګرو ملتونو عمومي مجمع له خوا د بشري حقونو نړیواله اعلامیه تصویب شوه او له هماغه وخت راهیسې هر کال د ډسمبر لسمه د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه