Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ولسمشر غني: افغان ټیلي کام باید خپلو کړنو کې بدلون راولي

کابل (پژواک، ٢٦ ليندۍ ٩٦): ولسمشر غني د افغان ټیلي کام پر خدمتونو د ټینګار ترڅنګ وویل، دغه شرکت باید په خپلو کړنو کې بدلون راولي چې د سیالۍ توان پیدا کړي.

نوموړي، دغه خبرې نن د ده په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه کې په ارګ کې کړې دي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې غونډه کې د ملي فایبر شبکې د تیندر ارزوني، د مخابراتي شرکتونو د جواز د تمدید او د افغان ست سټلایټ خدمتونو په اړه بحث او خبرې وشوې.

سرچينه کاږي، په پیل کې د اترا ادارې ريیس نجیب عزیزي د ملي فایبر شبکې د تیندر د ارزونې، د شایستګي د معیارونو او د پرانیستې د شرایطو لرلو په اړه خبرې وکړې، وې ویل، د ترسره شوې ارزونې له مخې پنځو داوطلب شرکتونو لکه افغان بیسیم، د اسیا مشورتي ګروپ، روشن، اتصالات او امانیه شرکتونو ته دې په افغانستان کې د نوري فایبر د ترانسمیشن د نصبولو او فعالیت جوازونه ورکړل شي.

وروسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر شهزاد اریوبي، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور، په زیربنایي چارو کې د جمهور ريیس ستر سلاکار ډاکټر محمد همایون قیومي، په بانکي چارو کې د جمهور ريیس ستر سلاکار اجمل احمدي او د مرکزي احصائیې ريیس جاوېد رسولي د قراردادونو د جزئیاتو، د ملي تدارکاتو له لاري د پروژو د مخته وړلو او هغو کمپنیو ته د لومړیتوب ورکولو په اړه چې خپله مالیه یې ورکړې، مفصلې خبرې وکړې.

ولسمشر غني په دې اړه وویل، دا موضوع دې تدارکاتو ته راجع شي، ترڅو د منافعو د تضاد موضوع واضح شي.

هغه زیاته کړه، د مالیې ورکړه یو واضح معیار دی او شرکتونه باید د مالیې د ورکړې لپاره واضح پلان ولري.

د ده په وينا، د ټکنالوجۍ په اړه باید ګډه پالیسي ولرو او همد راز یو کاري ګروپ ورباندې کار وکړي چې په راتلونکي کې هیڅ ډول ابهام په کې نه وي، د دې ترڅنګ دې په ټولو پروژو کې د نوري فایبر لپاره ځای په پام کې ونیول شي.

وروسته د اترا ادارې ريیس د مخابراتي شرکتونو د جواز د تمدید په اړه غونډې ته معلومات ورکړل او په دې برخه کې یې د بېلابېلو هېوادونو موډلونه او بېلګې بیان کړې.

هغه د جواز د ورکړې او د فیس اخیستو په اړه د نړۍ د هېوادونو د تجربو په اړه خبرې وکړې او د مناسب فیس د تمدید، په مارکېټ کې د هغوی د ونډې پر اساس اپریټر ته د وابسته او غیر وابسته چلند د تصمیم، د مختلط روشن انتخاب، د باقي داریو له تصفیې وروسته د جواز نوي کولو او هغو شرکتونو ته چې د جواز فیس ورکوي، د افغان ټیلي کام شاملولو په اړه غونډې ته خپل وړاندیزونه وکړل.

اجرائیه ريیس ډاکټر عبدالله عبدالله د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد محمد سرور دانش، د مخابراتو وزیر او همدارنګه په ولسي جرګه کې د خلکو استازی قدرت الله ذکي د حقوقي موضوع او حقوقي حل لارو، د پخوانیو خدماتو وړاندې کولو د څرنګوالي او راتلونکو پلانونو په اړه په تفصیل خبرې وکړې.

ولسمشر په دې اړه وویل، مونږ د قانون د ابهام په حالت کې عملي ګامونه نه شو اخیستلی.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.