منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۳۰ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ولسمشر غني: افغان ټیلي کام باید خپلو کړنو کې بدلون راولي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۲۳ کتنې

کابل (پژواک، ٢٦ ليندۍ ٩٦): ولسمشر غني د افغان ټیلي کام پر خدمتونو د ټینګار ترڅنګ وویل، دغه شرکت باید په خپلو کړنو کې بدلون راولي چې د سیالۍ توان پیدا کړي.

نوموړي، دغه خبرې نن د ده په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه کې په ارګ کې کړې دي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې غونډه کې د ملي فایبر شبکې د تیندر ارزوني، د مخابراتي شرکتونو د جواز د تمدید او د افغان ست سټلایټ خدمتونو په اړه بحث او خبرې وشوې.

سرچينه کاږي، په پیل کې د اترا ادارې ريیس نجیب عزیزي د ملي فایبر شبکې د تیندر د ارزونې، د شایستګي د معیارونو او د پرانیستې د شرایطو لرلو په اړه خبرې وکړې، وې ویل، د ترسره شوې ارزونې له مخې پنځو داوطلب شرکتونو لکه افغان بیسیم، د اسیا مشورتي ګروپ، روشن، اتصالات او امانیه شرکتونو ته دې په افغانستان کې د نوري فایبر د ترانسمیشن د نصبولو او فعالیت جوازونه ورکړل شي.

وروسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر شهزاد اریوبي، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور، په زیربنایي چارو کې د جمهور ريیس ستر سلاکار ډاکټر محمد همایون قیومي، په بانکي چارو کې د جمهور ريیس ستر سلاکار اجمل احمدي او د مرکزي احصائیې ريیس جاوېد رسولي د قراردادونو د جزئیاتو، د ملي تدارکاتو له لاري د پروژو د مخته وړلو او هغو کمپنیو ته د لومړیتوب ورکولو په اړه چې خپله مالیه یې ورکړې، مفصلې خبرې وکړې.

ولسمشر غني په دې اړه وویل، دا موضوع دې تدارکاتو ته راجع شي، ترڅو د منافعو د تضاد موضوع واضح شي.

هغه زیاته کړه، د مالیې ورکړه یو واضح معیار دی او شرکتونه باید د مالیې د ورکړې لپاره واضح پلان ولري.

د ده په وينا، د ټکنالوجۍ په اړه باید ګډه پالیسي ولرو او همد راز یو کاري ګروپ ورباندې کار وکړي چې په راتلونکي کې هیڅ ډول ابهام په کې نه وي، د دې ترڅنګ دې په ټولو پروژو کې د نوري فایبر لپاره ځای په پام کې ونیول شي.

وروسته د اترا ادارې ريیس د مخابراتي شرکتونو د جواز د تمدید په اړه غونډې ته معلومات ورکړل او په دې برخه کې یې د بېلابېلو هېوادونو موډلونه او بېلګې بیان کړې.

هغه د جواز د ورکړې او د فیس اخیستو په اړه د نړۍ د هېوادونو د تجربو په اړه خبرې وکړې او د مناسب فیس د تمدید، په مارکېټ کې د هغوی د ونډې پر اساس اپریټر ته د وابسته او غیر وابسته چلند د تصمیم، د مختلط روشن انتخاب، د باقي داریو له تصفیې وروسته د جواز نوي کولو او هغو شرکتونو ته چې د جواز فیس ورکوي، د افغان ټیلي کام شاملولو په اړه غونډې ته خپل وړاندیزونه وکړل.

اجرائیه ريیس ډاکټر عبدالله عبدالله د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد محمد سرور دانش، د مخابراتو وزیر او همدارنګه په ولسي جرګه کې د خلکو استازی قدرت الله ذکي د حقوقي موضوع او حقوقي حل لارو، د پخوانیو خدماتو وړاندې کولو د څرنګوالي او راتلونکو پلانونو په اړه په تفصیل خبرې وکړې.

ولسمشر په دې اړه وویل، مونږ د قانون د ابهام په حالت کې عملي ګامونه نه شو اخیستلی.

هغه لارښونه وکړه، چې د استاد دانش تر نظر لاندې دې د جواز حقوقي موضوع وارزول شي، ترڅو ابهامات لرې شي.

ده زیاته کړه، د مخابراتي شرکتوتو لپاره باید د کیفیت معیار واضح شي او همداراز د مخابراتو شرکت دې یوه واضح طرحه وړاندې کړي، ترڅو په ټولو تطبیق شي.

هغه څرګنده کړه، په دې برخه کې دې د شرکتونو نظرونه واخیستل شي او د فیس لپاره باید فورمول ولرو چې په هغه کې د خدمتونو او پانګونو موضوع په پام کې نیول شوې وي.

نوموړي ټینګار وکړ چې په شرکتونو کې دې د تفتیش او مالیو ورکړه جدي ونیول شي.

د غونډې په پای کې د مخابراتو او معلوماتي ټنکالوجۍ وزارت یو تن مسوول د افغان سټلایټ د خدمتونو موضوع وړاندې کړه.

نوموړي د تاریخچې، له افغان ست څخه د نه استفادې او د یادو خدماتو د ستونزو، د افغان سټلایټ د خدماتو د قرارداد د فسخې او ادامې ورکولو په اړه معلومات ورکړل.

وروسته اجرائیه ريیس عبدالله، د مخابراتو وزیر شهزاد اریوبي، د زیربنا په چارو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار ډاکټر محمدهمایون قیومي، د مرکزي احصائیې ريیس جاوېد رسولي، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون ريیس نادر نادري د قراردادونو د تمدید، د مارکېټ د ایجاد او افغانستان ته د اسانتیاوو د برابرولو او د دې برنامې د اقتصادي توجیه په خاطر له ځینو هېوادونو سره د خبرو په اړه مفصل بحث وکړ.

اشرف غني په دې اړه وویل، له یوې خصوصي کمپنۍ سره دې د حقوقي وضعیت په اړه حقوقي مشوره وشي، دغه راز دې تېر قراردادونه وارزول شي، ترڅو مسوولیتونه واضح شي.

ده څرګنده کړه، د قراردادونو د څرنګوالي او په راتلونکي کې له سټلایټ څخه د استفادې په اړه دې یو راپور چمتو شي.

هغه ډاکټر قیومي او ډاکټر پېروز ته لارښوونه وکړه چې په دې اړه دې بحث وکړي او خپل جامع معلومات دې په دې اړه وړاندې کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست