Language

د کندهار د یو شمېر صرافان ۱۵ میلیونه ډالر نا درکه شوي

کندهار (پژواک، ۲۷ ليندۍ ۹۶): د کندهار د صرافۍ مارکېټ مسوول وايي، یوه کمېشنکار له يو شمېر صرافانو ۱۵ میلیونه ډالر وړي دي.

د دغه مارکېټ مسوول حاجي قند اغا پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه کمېشنکار ګل اغا نومېږي چې په صرافۍ مارکېټ کې یې د صرافانو اړوند بېلابېلې کرنسۍ بدلولې او یا یې پر نورو پلورلې.

ده زیاته کړه، دغه کمېشنکار په دې توګه د شاوخوا ۱۵ صرافانو ۱۵ میلیونه ډالر وړي او اوس ادعا کوي چې تاوان یې کړی دی.

دی وايي، په خپله صرافانو او ده له دغه کمېشنکار سره څو ځلې اړیکې نیولې او ورته ویلي یې دي چې باید ځان حاضر کړي او دوی ته قناعت ورکړي چې پیسې چېرې دي او په څه کې یې تاوان کړی دی.

د ده په خبره، ياد کمېشنکار صرافانو ته ویلي چې د پیسو په بدل کې ځمکې او جایدادونه ورکوي.

خو ده زياته کړه، صرافان له هغه سره دا خبره نه مني او غوښتنه کوي چې باید حاضر شي او له دوی سره مخامخ خبرې وکړي.

قند اغا دا هم وویل چې دغه موضوع یې د کندهار له امنیې قوماندانۍ سره هم شریکه کړې خو تر اوسه د موضوع په حل کې پرمختګ نه دی شوی.

هڅه مو وکړه په دې اړه په خپله د کمېشنکار ګل اغا نظر هم واخلو خو ونه توانېد.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیاء دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه موضوع امنیې قوماندانۍ ته راجع شوې او یو ټېم ټاکل شوی چې دغه موضوع وڅېړي.

login or register a new account.

Related Topics