مزار شريف (پژواک، ٢٧ ليندۍ ٩٦) : د جمعيت ګوند وايي چې د بلخ د والي عطاء محمد نور لرې کول دوى ته د منلو وړ دى او سبا به په کابل کې په دې اړه غوڅ دريځ اعلانوي.
ولسمشر نن سهار د يوه فرمان له مخې د بلخ د والي استعفا منظوره او انجنير داوود يې د بلخ د نوي والي په توګه وګوماره.
د جمعيت ګوند مرستيال وياند ذبيح الله فطرت د ليندۍ په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بلخ د والي په اړه د ارګ پرېکړه دوى ته د منلو وړ نه ده.
هغه زياته کړه، د عطاء محمد نور د استعفا په اړه حقوقي اړخ په پام کې نه نيول شوى.
فطرت په دې اړه معلومات ورنه کړل، چې ګوندې نور استعفا ورکړې، خو په بلخ کې د جمعيت ګوند سرچينې وايي چې عطاء محمد نور دوه کاله مخکې ارګ سره د خبرو پر مهال په مشروط ډول استعفا ورکړې وه او اوس ولسمشر هماغه استعفا منظوره کړې ده.
نوموړي وويل، د جمعيت ګوند مشر او د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني چې د ايټاليا په رسمي سفر بوخت و، خپل سفر يې لنډ کړى او ډېر ژر به کابل ته راستون شي.
د هغه په وينا، سبا به په کابل کې د جمعيت ګوند په يوه پراخه غونډه کې په دې اړه غوڅ دريځ اعلان کړي.
بلخوا د جمعيت اسلامي ګوند له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ارګ دا پرېکړه، غير مسوولانه، عجولانه او د هېواد د ثبات او امنيت خلاف ده.
سرچينې زياته کړې چې دغه راز دا پرېکړه د ملي يووالي حکومت د موافقتنامو خلاف هم ده او دا په کلکه غندي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP