Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

عطاء محمد نور  د ارګ پرېکړه رد او پر ضد يې د مبارزې اعلان وکړ

مزارشريف (پژواک، ۲۸ ليندۍ ۹۶) :عطامحمد نور له بلخ ولايت مقام څخه د خپلې ګوښه کېدو په تړاو وايي چې د خپل حق خوندي ساتلو مبارزه به روانه ساتي.

خو د مزارشريف اوسېدونکي بيا د  ارګ له خوا د نوموړي  د استعفا منلو په تړاو بېلابېل نظرونه لري.

ارګ تېره ورځ له بلخ ولايت مقام څخه د نوموړي د استعفا د منلو اعلاميه خپره کړه، چې پر وړاندې يې د جميعت ګوند او د عطامحمد نور د پلويانو غبرګونونه را وپارېدل.

نور د همدې اعلاميې په تړاو د ليندۍ په ٢٨مه، په مزارشريف ښار کې له خپلو پلويانو سره په مشورتي ناسته کې وويل، چې ظلم ورسره شوى او چاته به اجازه ورنه کړي چې دغه ظلم ورسره روان وساتي.

نوموړي زياته کړه، ولسمشر ته يې له يو لړ شرطونو سره خپله استعفا وړاندې کړې وه، چې له شرطونو منلو پرته يې پرې لاسليک کړی دی.

د هغه په وينا، له همدې امله ورته د منلو نه ده.

عطاء محمد نور له نړيوالو هم غوښتنه وکړه چې د افغانستان په کورنيو او اداري چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

نور وويل، د مدني حرکتونو له لارې به د خپل حق خوندي ساتلو لپاره مبارزه کوي.

خو نوموړي زياته کړه چې که روان ظلم ورسره همداسې وغځېږي؛ نو نورې لارې به هم انتخاب کړي، خو په دې اړه يې نور جزئيات ورنه کړل چې څه ډول لارې به انتخاب کړي.

خو د بلخ ولايت اوسېدونکي بيا د عطامحمد نور د مستعفي کېدو په تړاو بېلا بېل نظرونه لري.

د مزارشريف ښار اوسېدونکي محمد رسول پژواک ته وويل، د بلخ والي نظر نورو واليانو ته ښه خدمت کړی دی.

نوموړي زياته کړه: ((زه ګومان نه کوم چې بل والي دې دومره کار وکړای شي؛ خو بيا هم خدای پوهېږي نو.))

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.