مزارشريف (پژواک، ٢ مرغومى ٩٦): د بلخ ګوښه کړل شوي والي او د جمعيت اسلامي د دارالانشاء رييس عطاء محمد نور د حکومت اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله د ده پر ضد پر دسيسو تورن کړ.
د يادونې ده، څو ورځې مخکې ولسمشر اشرف غني د عطاء محمد نور استعفا ومنله او د هغه پرځاى يې انجنير داوود د بلخ د نوي والي په توګه وټاکه.
خو نور وايي چې دا استعفا يې د يوې معاملې له مخې تېر کال په مشروط ډول ورکړې وه.
نور دا څرګندونې په مزارشریف ښار کې د جمعيت اسلامي د يوه پخواني جهادي قوماندان "ذبيح الله شهيد" په ياد جوړې شوې غونډې ته وکړې.
هغه ادعا وکړه چې تېرو ولسمشريزو ټاکنو ته د جمعيت اسلامي ګوند مشروعيت ورکړ او که دوى نه واى، نو ټاکنو مشروعيت نه درلود.
نوموړي د حکومت اجرائيه رييس د ځان پر وړاندې پر دسيسو او توطيو تورن کړ او هغه یې په ډې برخه کې اتیا سلنه ښکېل وباله.
نور وويل چې د کرزي د واکمنۍ پر مهال ډاکتر عبدالله د بهرنيو چارو له وزارت څخه شړل شوى و او په هند کې یې له خپلې کورنۍ سره ژوند کاوه.
ده زياته کړه: ((زه ورپسې کور ته ولاړم او ورته مې وويل چې راشه په ټاکنو کې دې کانديدوو، خو هغه وويل چې مارشال فهيم او يونس قانوني مې نه مني.))
خو عطاء محمد نور وايي، ده ورته د هغوی د رضایت اخیستلو ډاډ ورکړ او ته یې وویل چې ولسمشریزو ټاکنو ته دې کاندیدوو.
هغه وويل: ((موږ څه پوهېدو چې عبدالله به لکه د لستوڼي مار موږ ته ټک راکوي.))
د بلخ پخوانی والي زياتوي چې عبدالله له اشرف غني ډلې سره د خبرو اترو او مذاکرې وړتيا نه لرله، نو ده د جمعيت په استازیتوب له اشرف غني سره خبرې اترې وکړې.
د نوموړي په وينا، ولسمشر اشرف غني او ارګ حق لري چې له ده سره مخالفت وکړي؛ ځکه چې دى يې سياسي مخالف دى، خو عبدالله د لستوڼي د مار رول ولوباوه.
login or register a new account.