Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نور: حکومت دې ما پر بهرنيو هېوادونو نه وېروي

مزار شريف (پژواک، ٢ مرغومى ٩٦): عطاء محمد نور وايي چې اوس هم د بلخ والي دى او د ملي يووالي حکومت ته يې ګواښنه وکړه چې پر بهرنيو هېوادونو دې نه وېروي.

هغه دا څرګندونې په مزارشریف کې د جمعيت اسلامي د يوه پخواني جهادي قوماندان "ذبيح الله شهيد" په ياد يوې غونډې ته وکړې.

د يادونې ده، څو ورځې مخکې ولسمشر اشرف غني د عطاء محمد نور استعفا ومنله او د هغه پر ځای يې انجنير داوود د بلخ د نوي والي په توګه وټاکه.

خو نور وايي چې دا استعفا يې د يوې معاملې له مخې تېر کال په مشروط ډول ورکړې وه.

هغه په دې وينا کې پر ملي يووالي حکومت، ولسمشر اشرف غني او اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله کلکې نيوکې وکړې.

نور زياته کړه: ((موږ د هېواد لپاره قربانۍ ورکړې، خو اوس ځيني کسان چې له اروپا څخه راغلي، موږ له حکومته وباسي او غواړي موږ محاکمه کړي.))

د جمعيت اسلامي د دارالانشاء رييس او د بلخ پخواني والي عطاء محمد نور وويل، د دوى ګناه دا ده چې د هېواد لپاره يې قرباني ورکړې ده، هېواد يې ازاد کړى، نه دا چې ځيني غله راشي او پر دوى واکمني وکړي.

د نوموړي په وينا، دى يو عادي والي نه دى، بلکې د ټېم له لوري يې  د ملي يووالي حکومت د رامنځته کولو لپاره مذاکرات کړي او دې حکومت ته يې مشروعيت ورکړى دى.

ده زياته کړه: ((زه لکه د نورو واليانو نه يم، لکه د زابل والي چې نن يې مقرر کړ او بله مياشت يې منفک کړ.))

د بلخ پخواني والي پر تېرو ولسمشريزو ټاکنو هم کلکې نيوکې وکړې چې ګوندې د ده په وينا، په کې پراخې درغلۍ وشوې او هېڅ ډول مشروعيت يې نه درلود.

د  هغه په وينا، که يواځې والي واى، نو ولې اشرف غني د اجرائيه رياست او جمهوري رياست تر منځ د شخړې د هواري لپاره کابل ته وغوښت.

نوموړي وويل چې ډاکتر عبدالله له ارګ سره د خبرو اترو وړتيا نه لرله، نو دى يې د خبرو اترو لپاره وغوښت.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.