مزار شريف (پژواک، ٢ مرغومى ٩٦): عطاء محمد نور وايي چې اوس هم د بلخ والي دى او د ملي يووالي حکومت ته يې ګواښنه وکړه چې پر بهرنيو هېوادونو دې نه وېروي.
هغه دا څرګندونې په مزارشریف کې د جمعيت اسلامي د يوه پخواني جهادي قوماندان "ذبيح الله شهيد" په ياد يوې غونډې ته وکړې.
د يادونې ده، څو ورځې مخکې ولسمشر اشرف غني د عطاء محمد نور استعفا ومنله او د هغه پر ځای يې انجنير داوود د بلخ د نوي والي په توګه وټاکه.
خو نور وايي چې دا استعفا يې د يوې معاملې له مخې تېر کال په مشروط ډول ورکړې وه.
هغه په دې وينا کې پر ملي يووالي حکومت، ولسمشر اشرف غني او اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله کلکې نيوکې وکړې.
نور زياته کړه: ((موږ د هېواد لپاره قربانۍ ورکړې، خو اوس ځيني کسان چې له اروپا څخه راغلي، موږ له حکومته وباسي او غواړي موږ محاکمه کړي.))
د جمعيت اسلامي د دارالانشاء رييس او د بلخ پخواني والي عطاء محمد نور وويل، د دوى ګناه دا ده چې د هېواد لپاره يې قرباني ورکړې ده، هېواد يې ازاد کړى، نه دا چې ځيني غله راشي او پر دوى واکمني وکړي.
د نوموړي په وينا، دى يو عادي والي نه دى، بلکې د ټېم له لوري يې د ملي يووالي حکومت د رامنځته کولو لپاره مذاکرات کړي او دې حکومت ته يې مشروعيت ورکړى دى.
ده زياته کړه: ((زه لکه د نورو واليانو نه يم، لکه د زابل والي چې نن يې مقرر کړ او بله مياشت يې منفک کړ.))
د بلخ پخواني والي پر تېرو ولسمشريزو ټاکنو هم کلکې نيوکې وکړې چې ګوندې د ده په وينا، په کې پراخې درغلۍ وشوې او هېڅ ډول مشروعيت يې نه درلود.
د هغه په وينا، که يواځې والي واى، نو ولې اشرف غني د اجرائيه رياست او جمهوري رياست تر منځ د شخړې د هواري لپاره کابل ته وغوښت.
نوموړي وويل چې ډاکتر عبدالله له ارګ سره د خبرو اترو وړتيا نه لرله، نو دى يې د خبرو اترو لپاره وغوښت.
عطاءمحمد نور په دې اوږده وينا کې د ملي يووالي حکومت د رامنځته کولو، د وزارتونو او ولايتونو د وېش او نورو معاملو په اړه په تفصيل سره خبرې وکړې.
ده زياته کړه: ((ما ولسمشر غني ته ډېر وويل چې زما استعفا مه اعلانوه؛ ځکه چې زه يې ردوم، خو هغه اعلان کړه، خو زه پخوا والي وم او اوس هم والي يم، ما څوک نه شي لرې کولى.))
د هغه په وينا، دى د قضيې يو لورى دى، نو ارګ یې په کوم اساس لرې کوي.
نور وويل چې ده ټوله موضوع د جمعيت اسلامي رهبرۍ ته سپارلې، که هغوى وغواړي د حکومت تر پايه پورې به د بلخ د والي په توګه دنده پر مخ بوځي او که ونه غواړي پرېږدي یې.
ده زياته کړه، دى غواړي چې د والي په توګه پاتې شي، څو په شمال کې د طالب او داعش جوړولو پروژه شنډه کړي.
د بلخ پخواني والي وويل چې د هېواد د امنيتي ځواکونو ډېرى کسان د دوى د ډلې اړوند خلک دي، هغوى د دښمن پر ضد مبارزه کوي، خو که چېرې د ده پر ضد دسيسې جوړې شوې، بيا به پرې غږ کوي.
هغه ارګ او سپيدار ماڼۍ ته د ګواښ په ډول وويل چې د خپلو غير مشروع او غير قانوني غوښتنو پلې کولو کې دې له بهرنيو ځواکونو او هېوادونو ګټه نه پورته کوي.
ده زياته کړه: ((پر امريکا او انګلستان ما مه وېروئ.))
د هغه په وينا، له دغو هېوادونو سره يې خبرې کړې، هغوى ډاډ ورکړى چې د افغانستان په کورنيو چارو کې کار نه لري.
د نور په وينا، که چېرې له ارګ سره معامله په سوله ييزه توګه حل نه شوه، نو مدني حرکتونه پيلوي او که پر هغې هم ونه شوه بيا پر نورو لارو له خپلو حقونو دفاع کوي، خو دا ډول دفاع يې تشريح نه کړه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










