Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بلخ له مرکزي زندانه پنځه سياسي بنديان تښتېدلي

مزارشريف (پژواک، ٦ مرغومى ٩٦): د بلخ ولايت له مرکزي زندان څخه پنځه سياسي بنديان تښتېدلي دي.

د دغه ولايت يوې امنيتي سرچينې د مرغومي په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه د مزارشريف په زندان کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې چې زندانيانو له ساتونکو سره وسله واله نښته کړې او له همدې موکې په استفادې په تېښته بريالي شوي دي.

سرچينه وايي، چې تښتيدلي بنديان سياسي وو.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند شېرجان درانى پېښه تاييدوي  او وايي چې دا پېښه تېره شپه په اتو بجو رامنځته شوې ده.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، دغو بنديانو لومړی د زندان له يوې خونې يوه شخصي کور ته لاره کړې وه او بيا تښتېدلي دي.

د نوموړي په وينا، پوليسو په دې اړه څېړنه پيل کړې دي تر څو معلومه کړي چې له دغو بنديانو سره چا د تېښتې په برخه کې مرسته کړې ده.

دا چې دا بنديان سياسي وو او که جنايي، دامنيه قوماندانۍ وياند وايي  چې دا به له څېړنو وروسته معلومه شي. 

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.