کابل (پژواک، ٧ مرغومى ٩٦): حزب اسلامي وايي چې يوه ډله بنديان به يې په راتلونکو څو ورځو کې د څرخي پله او بګرام له زندانونو ازاد او له خپلو کورنيو سره به يو ځای شي.
تېر کال د تلې مياشت کې د حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي او د افغانستان د دولت تر منځ د سولې د شوې موافقې له مخې بايد د دوى بنديان خوشې شي.
د حزب اسلامي د مطبوعاتي دفتر يوه غړي فضل غني حقمل د مرغومي په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې حکومت د حزب اسلامي عدلي او قضايي کمېسيون ته د ۹۰ هغو زندانيانو لېست سپارلی دی چې په نږدې راتلونکي کې به د دولت او حزب اسلامي تر منځ د لاسليک شوې توافقنامې له مخې خوشې شي.
هغه زياته کړه: ((موږ د افغانستان اسلامي جمهوريت له ولسمشر محمد اشرف غني څخه مننه کوو چې وړمه ورځ يې د وسله وال پوځ د اعلی سرقوماندانۍ په غونډه کې د حزب اسلامي د بنديانو موضوع وڅېړله.))
سرچينې ويلي، د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار د بنديانو د خوشې کولو پروسه له نږدې څاري او د دوی په راخلاصولو کې له هېڅ راز هلو ځلو څخه ډډه ونه کړي.
د حزب اسلامي د بنديانو د خوشې کېدو خبره په داسې حال کې شوې چې څو ورځې مخکې د دغه ګوند مسوولينو د خپلو بنديانو پر نه خوشې کېدو سختې نيوکې کړې وې.
د حزب اسلامي د عدلي او قضايي کمېسيون مشر قاضي عبدالحي فقيري په څرخي پله زندان کې سلګونو بنديانو سره د ژمنيو جامو د مرستې پر مهال ويلي وو، چې په حکومت کې دننه او له حکومت څخه بهر ځينې کړۍ د حزب اسلامي او دولت تر منځ د لاسليک شوې توافقنامې د عملي کېدو مخه نيسي او همدا لامل دی چې د بنديانو د خوشې کېدو پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ شوې ده.
هغه زياته کړې وه، حکومت نه يواځې په لومړيو دوو مياشتو کې د حزب اسلامي ټول بنديان نه دي ازاد کړي، بلکې د يو شمېر نورو کسانو په نيولو او ځورولو يې هم لاس پورې کړی دی.
فقيري څرګنده کړې وه چې د حزب اسلامي د غړو نيول کېدل د دې ښکارندويي کوي چې په حکومت کې ځينې کړۍ اوس هم خپلې ګټې د جګړې په دوام کې لټوي او نه غواړي چې سوله ټينګه شي.
د حزب اسلامي تر دې نيوکې وروسته وړمه ورځ د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د اعلى سرقوماندانۍ په غونډه کې د حزب اسلامي د بندیانو د خلاصون موضوع و ارزول شوه او له هر اړخیزو بحثونو وروسته د افغانستان حکومت او اسلامي حزب تر منځ د سولې د موافقتنامې مطابق لازم تصمیمونه ونیول شول.
د يادونې ده، د شوې موافقې له مخې، د روان لمريز کال ١٣٩٦ د غويي په ١٢مه، د حزب اسلامي ٥٥ بنديان خوشې شوي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن