کابل (پژواک، ٧ مرغومى ٩٦): له خبريالانو د ملاتړ يوه مرکز د ثبت شوو شمېرو پر بنسټ، په روان کال (٢٠١٧ زېږديز) کې د قتل، وهلو ډبولو، ګواښ او نيولو په ګډون د خبريالانو او رسنيو د کارکوونکو پر وړاندې ١٤١ پېښې ثبت شوې دي.
د نى موسسې (د افغانستان د ازادو رسنيو د ملاتړ اداره) مشر عبدالمجيب خلوتګر، نن په کابل کې د خبري ناستې پر مهال وويل، چې دغه شمېرې د روان زېږديز کال په تېرو دولسو مياشتو کې ثبت شوې دي.
د هغه په وينا، تېر زېږديز کال د ياد بنسټ له لوري د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ١٢٦ پېښې ثبت شوې دي.
خلوتګر زياته کړه: "د تېر ٢٠١٦ کال شمېرو ته په پام سره سږ کال د رسنيزو کارکوونکو او خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه ١٥ سلنه زياته شوې ده."
د نى موسسې مشر څرګنده کړه، چې په روان زېږديز کال کې ١٤ خبريالان او رسنيز کارکوونکي وژل شوي او ٢٣ نور په بېلابېلو پېښو کې ټپيان شوي دي.
د جمهور خبري اژانس خبريال سيد مهدي حسيني وويل، دغه شمېر د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي لوړه کچه په ګوته کوي او دا شمېر د اندېښنې وړ ده.
د هغه په وينا، رسنۍ او خبريالان چارواکو ته د خلکو د غږ رسولو په برخه کې مهم دي، چې حکومت بايد د دوى د امنيت په خونديتوب کې کلک ګامونه پورته کړي.
دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې نن په يوه تازه پېښه کې افغان غږ اژانس (اوا) د ځانمرګي بريد موخه ګرځېدلى دى. د يادې ودانۍ په يوه برخه کې چې د تبيان فرهنګي بنسټ دفتر هم موجود و، پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد يرغل (مرغومي د شپږمې نېټې) په اړه په کې څېړنيزه ناسته ترسره کېدله.
امنيتي سرچينې وايي، په ياد بريد کې ٤١ تنه وژل شوي او ٨٩ کسان ټپيان دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP